د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

ویسا: افغانان دې د کرونا واکسين ته نه تمه کېږي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره پر غزني او زابل وروستیو بریدونو، د سولې روانو پرمختګونو او د کرونا نوې څپې په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د ملي مصالحې عالي شورا په تړاو لیکلي چې پر ارګ له وړاندې فشار و چې دا شورا جوړه کړي، خو په وینا یې داسې ښکارېدله چې ارګ په قصدي او شعوري ډول د دې شورا د جوړېدو مخنیوی کاوه او یا یې هم داسې ګامونه اخیستل چې د شورا د جوړېدو پر ځای لانجې او اختلافات زیات شي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د سولې په چارو کې تر اوسه اساسي ستونزه همدا وه چې ټول واکونه یوازې له ولسمشر سره وو.

مسیر لیکلي، اوس هڅه روانه ده چې د سولې په تړاو د دولت دریځ د یوه شخص له انحصاره راوویستل شي.

دورځپاڼې په باور، دا چې اروپايي ټولنه، امریکا او افغان سیاستوال د مصالحې عالي شورا د جوړېدو غوښتنه او هڅې کوي، اساسي لامل‌یې همدا دی چې تصمیم باید د یوه فرد پر ځای شورا ونیسي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې پر غزني او زابل وروستیو بریدونو ته په اشارې لیکلي، په ټوله کې د سولې له هڅو سره سره طالبانو او ترهګريزو ډلو په افغانستان کې دا جګړه او بريدونه پراخ کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې د اسلامي همکاريو سازمان دلته روانه جګړه ناروا بللې، خو لاهم جګړه روانه ده.

وړاندې راغلي چې سازمان داسې مهال دا خبره کوي چې څه نا څه درې مياشتې وړاندې په قطر کې د امريکا او نړيوالې ټولنې په ملاتړ د سولې لپاره د بين‌الافغاني مذاکراتو فرصت رامنځته شو او طالب استازي يې د دې لپاره له افغان مرکچي پلاوي سره مخامخ کړل، خو په وینا یې تر اوسه طالبانو د سولې لپاره له مذاکراتو ډډه کړې ده.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د کرونا نوې څپې ته اشاره کې ټینګار کړی چې افغانان دې د کرونا واکسين ته نه تمه کېږي او وقايوي سپارښتنو ته دې پام وکړي.

لیکوال لیکلي چې اوس‌مهال ډېری خلک فکر کوي که د کرونا واکسين له کلینيکي ازموينې بريالی راووځي، نو سملاسي به ټولو ته تطبيق او د کرونا خطر به ختم شي، خو په وینا یې دا خلک بايد په دې پوه وي چې په لومړيو کې به د واکسين دوز د نړۍ د خلکو د شمېر په نسبت ډېر کم وي.

ورځپاڼې د ژمي په رارسېدو سره د کرونا ويروس د زياتېدو احتمال ته په کتو ټینګار کړی چې اوس ډېر روښانه انتخاب وقايه ده او افغانان بايد يوازې وقايې ته پاملرنه وکړي او په جدي توګه‌يې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG