د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۷

کرونا ويروس؛ د افغانستان په ګډون نړۍ کې د اخته کسانو شمېر تر ۶۰ میلیونو اوښتی

ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې په افغانستان کې هم د کرونا مثبتې پېښې په ډېرېدو دي، په نړۍ کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۶۰ میلیونو اوښتی دی.

حاضر دمه تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې د امریکا په متحدو ایالتونو کې ثبت شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا روغتیايي چارواکو له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې د شکر ایستلو 'Thanks giving' د ورځې په رخصتۍ کې له سفر کولو ډډه وکړي او په دې مناسبت په کورنیو مېلمستیاوو کې راټول نه شي.

دوی وايي، له خبرداریو سره -سره ډېر امریکایان د شکر ایستلو د ورځې په مناسبت مېلمستیاوې کوي او یا سفرونه کوي او له همدې کبله باور کېږي چې د کورونا پېښې به نورې هم ډېرې شي.

امریکا په خپلو خلک سپارښتنه کړې چې د شکر ایستلو په مذهبي مراسمو کې دې له میلمستیاوو او سفرونو ډډه وکړي
امریکا په خپلو خلک سپارښتنه کړې چې د شکر ایستلو په مذهبي مراسمو کې دې له میلمستیاوو او سفرونو ډډه وکړي

د امریکا د ساري او انتاني ناروغیو د مرکز رئیس ډاکټر انتوني فاوچي یو وار بیا پر خلکو غږ وکړ چې د کرونا لپاره اعلان شوي مقررات رعایت کړي، لکه له یو بله لازم واټن ته پام وکړي، ماسک وکاروي او په یو ځای کې له راټولېدو ډډه وکړي.

د امریکا په ځینو ایالتونو کې د کرونا د ډېرېدو له کبله ښوونځي او رسټورانټونه بند شوي او د نیویارک په شان په ځینو ښارونو کې نوي بندیزونه اعلان شوي دي.

په همدې حال کې په پام کې ده چې ژر په امریکا کې د کرونا پر ضد عمومي واکسیسناسیون پیل شي.

د رویټرز خبري اژانس پر اساس، تر یوې اوونۍ په لنډه موده کې په امریکا کې یو میلیون تنه په کوویډ- نولس اخته شوي دي او اوس په دغه هېواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۲ میلیونه او ۷۴۲ زرو ته رسېدلی دی.

افغانستان کې هم د کرونا پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي.
افغانستان کې هم د کرونا پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي.

همدا راز په دې هېواد کې ۲ لکه ۶۲ زره تنه په دې وبا مړه شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، په درسته نړۍ کې تر ۶۰ میلیونه ډېر کسان په کرونا وېروس اخته شوي او یو میلیون او ۴ لکه تنه ورڅخه مړه شوي دي.

په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې هم د کرونا پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي. له همدې کبله د افغانستان حکومت د کرونا د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د ښووڼخیو، پوهنتونونو او د ودونو د تالارونو د بندولو پرېکړه کړې ده.

د پوهنې وزارت له پرېکړې سره سم، په سړو سیمو کې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې د لېندۍ له لومړۍ رخصت کېږي او له اوومه تر دوولسمه د لېندۍ په پنځلسمه رخصت اعلانوي.

د لوړو زده کړو وزارت هم ویلي چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو حضوري تدریس به له سبا (شنبې) څخه د کب تر پنځلسمې رخصت وي.

همدا راز ټاکل شوې ده چې د شنبې له ورځې د ودنو ټول سالونونه یا تالارونه بند شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له شمېرنو سره سم، په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۴۵ زره او ۷۰۰ تنو اوښتی دی، خو ویل کېږي چې ممکن اصلي شمېر تر دې ډېر وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG