د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د تحصیلي بنسټونو د رخصتۍ پر پرېکړې یو شمېر خصوصي هغو غبرګون ښودلی


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د لوړو زده کړو او د پوهنې وزارتونو د پرېکړې له مخې ټول دولتي او خصوصي تحصیلي او تعلیمي بنسټونه به د لیندۍ میاشتې له اتمې د روان لمریز کال د کب تر ۱۵مې پورې رخصت وي او پوهنتونونو به خپل درسونه په انلاین ډول مخ ته وړي.

که څه هم د کابینې د پرېکړې له مخې باید د راتلونکې اوونۍ له شنبې ورځې وروسته ټول پوهنتونونه رخصت شي او درسونو ته په انلاین ډول دوام ورکړي، خو د خصوصي پوهنتونو یو شمېر محصلین وايي، درسونه یې په حضوري ډول روان دي او ورته ویل شوي چې د دغه سمسټر ټول فیس باید ورکړي.

وحید خطیبي او نقیب الله محمدي د یوه خصوصي پوهنتون محصلین دي وايي چې تراوسه د پوهنتونو د رخصتیو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې: "څو ورځې وړاندې ازموینې ته ناست وم، دا چې د سمسټر فیس مې نه و ورکړی، له ازموینې یې و ایستلم.

-له یوې خوا سړه هوا له بلې خوا د کرونا دویمه څپه باید پوهنتونونه رخصت شي، که درسونه په انلاین ډول مخته وړل کېږي باید د فیس په برخه کې پام وشي. "

که څه هم د خصوصي پوهنتونو اتحادیه په دې اړه له ازادي راډیو سره خبرو ته حاضره نه شوه، خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حامد عبیدي وايي چې ټول خصوصي او دولتي پوهنتونه اړ دي چې د کابینې پرېکړه عملي کړي.

ښاغلی عبیدي زیاتوي، هغه خصوصي پوهنتونونه چې په حضوري زده کړو ټینګار کوي، باید کابینې ته دې، د ستونزې د هواري بدیل وړاندیز وکړي.

دی وايي: "دوی چې وايي موږ امکانات لرو، درسونو ته دوام ورکوو، له دوی زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان کابینې ته یو وړاندیز وکړي، موږ یې د لوړو زده کړو وزارت له ادرسه تعقیبوو، ځکه د کابینې پرېکړه ده."

له دې سره په خوا کې د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د دوی د څار ټیمونه به هغه خصوصي ښوونځي وڅاري چې د کابینې د پرېکړې خلاف له زده کوونکو کلنۍ ازموینه اخلي، په داسې حال کې چې د کابینې د پرېکړې له مخې د ښوونځیو له زده کوونکو به کلنۍ ازموینه د روان کال د کب په پنځلسمه اخېستل کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت
د افغانستان د پوهنې وزارت

د دغه وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي راډيو ته وویل: "هغه خصوصي ښوونځي چې غواړي منځنۍ او کلنۍ ازموینې واخلي، زموږ څارونکي ټیمونه به خصوصي ښوونځیو ته لاړ شي، څو څار وکړي چې په کوم ښوونځي کې ازموینه اخېستل کېږي."

خو د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رئیس بابر وايي، د کابل هېڅ ښوونځی هم د کابینې له پرېکړې سرغړونه ونه کړي.

دی وايي: "په ټولو ښوونځیو کې میاشتنۍ ازموینې روانې دي، په یو ښوونځی کې هم څلور میاشتنۍ یا کلنۍ ازموینه نه اخېستل کېږي."

دا پرېکړه وروسته له هغې نیول کېږي چې د سړې هوا او د کرونا د دوهمې څپې له امله کابینې پرېکړه وکړه چې په ډېرو سړو سیمو کې به ښوونځي رخصتوي.

په ټول افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې ۱۳۱ خصوصي پوهنتونونه او له زرو زیات خصوصي ښوونځي فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG