د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

جنوبي کوریا له افغانستان سره د روغتیایي موادو د یوې بستې مرسته وکړه


ارشیف، د جنوبي کوریا بیرغ
ارشیف، د جنوبي کوریا بیرغ

جنوبي کوریا له افغانستان سره د روغتیایي موادو د یوې بستې مرسته وکړه چې ۲۷۷ زره ماسکونه په‌کې دي.

په کابل کې د جنوبي کوریا سفیر ژا هوینګ د چهارشنبې په ورځ وویل، له کرونا وبا سره په افغانستان کې د مبارزې په هدف سیول دا مرسته کړې ده.

جنوبي کوریا په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي چې د ښاغلي هوینګ په وینا د دې مرستو کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې د چهارشنبې په ورځ‌یې خپرې کړې د کرونا ټولې مثبتې پېښې په هېواد کې ۴۵ زره ۴۹۰ ته رسېدلې دي.

XS
SM
MD
LG