د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې کرونا ویروس له نزولي حالت وتلی او پېښې زیاتې شوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په دې وروستیو کې د کرونا ویروس پېښې بېرته زیاتې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور که څه هم ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې اوونۍ په پرتله دا اوونۍ کې پېښې کمې وې، خو په خبره‌یې د دغه ویروس کچه له نزولي حالت نه وتلې.

خو د درملو یو شمېر عمده پلورونکي وایي د تېر په پرتله‌یې د روغتیایي وسایلو او درملو پلور کم شوی دی.

د کابل خیرخانې سیمې پروان هوټل ته څېرمه چې د کابل ښار ډېری درملتونونه له دې ځای نه په عمده ډول درمل وړي، درمل پلورونکي وایي د څه موده مخکې بازار نه‌دی پاتې.

دا چې ولې؟ عبید او منصور په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "مخکې چې کرونا زیاته شوې وه هغه وخت ماسک، دستکشې او دواګانې زیاتې پلورل کېدلې، اوس چې کرونا په کمه کچه ده او ماسکونه، دستکشې او دواګانې ارزانه شوې هم دي، له دې سره بیا هم خلک احتیاط نه‌کوي."

ارشیف
ارشیف

"مخکې به ماسکونو، دستکشو، پرستامول، ویټامین ډي، امپولونو، کپسولونو او ځینو نورو انټي بیوټیکونو لکه ازیترومایسین او په وروستیو کې چې اعلان وشو چې ډیکسامیټازون ډېره ګټه کوي ډېر خلک به ورپسې راتلل، خلک هم هغه څه چې باید مراعت‌یې کړي نه‌مراعتوي، لکه ټولنیز واټن یا هغه څه چې باید وخوري چې د وجود مقاومت‌یې لوړ شي نه‌یې خوري."

دوی وایي‌ مخکې به د یو ماسک قیمت تر ۲۵ افغانیو و، خو اوس دا قیمت ۴ افغانیو ته راکښته شوی دی.

که څه هم تر دې مهاله د کرونا ویروس لپاره د روغتیا نړیوال سازمان داسې درمل یا واکسین نه‌دي تأیید کړي چې په دغه ویروس باندې د اخته کسانو درملنه وکړي، خو دغه سازمان، د افغانستان عامې روغتیا وزارت او روغتیا پالان خلکو ته وړاندیز کوي چې د مخنیوي لپاره‌یې باید روغتیایي وړاندیزونه په پام کې ونیول شي.

د ماسکونو کارول، ټولنیز واټن په نظر کې نیول، د مایعاتو خوړل، له ګڼې ګوڼې لیرې اوسېدل او ورته نور مسایل هغه څه دي چې د روغتیا پالانو په خبره کولای شي د دغه ویروس د لا خپراوي مخه ونیسي.

بل‌خوا د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له نزولي حالت نه وتلی او هره ورځ‌یې پېښې ثبتېږي.

د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور ازادي راډيو ته وویل، له ۳۵مې اوونۍ راهیسې د دغه ویروس د مثبتو پېښو شمېر بېرته زیات شوی.

اکمل سمسور
اکمل سمسور

هغه زیاته کړه: "له ۳۵مې اوونۍ نه وروسته پېښې په اضافه کېدو شوې دي، تېره اوونۍ ۴۴مه اوونۍ وه، نو په دغه اوونۍ کې چې اووه ورځې کېږي ۶۰۸ مثبتې پېښې مو درلودلې، که دا پېښې له ۴۳مې اوونۍ سره پرتله کړو، نو پېښې په دې اوونۍ کې کمې شوې دي چې هغه مهال مو مثبتې پېښې ۷۳۸ پېښې وې، خو بیا هم باید زموږ ټول هېوادوال زیات احتیاط وکړي."

د عامې روغتیا وزارت په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۹۴ مشکوکو پېښو سمپلونه اخیستل شوي چې ۱۳۸ یې مثبت وو.

دغه وزارت دا هم وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.

په دې سره تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې ۴۲،۲۹۷ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۱،۵۷۴ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG