د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

ډېری افغان میندې غواړي زامن او لوڼې یې ډاکټران شي، خو څوو یې دا ارمان پوره کړی؟


په کابل کې د 'مورا' په نوم یو تعلیمي کمپلېکس
په کابل کې د 'مورا' په نوم یو تعلیمي کمپلېکس

افغان میندې اکثره غواړي چې زامن او لورانې یې ډاکټران شي. لاملونه یې ښايي بېلابېل وي، په افغانستان کې ناسم روغتيايي خدمتونه، ټولنیزې ستونزې، بې وزلي او یا هم په زړښت کې په خپل کور او تر خپل څنګ د پالونکي او طبیب شتون، خو لوڼو او زامنو په دې برخه کې څومره مخکې له مرګه او وروسته له مرګه د خپلو میندو دا ارمان پوره کړی؟

په کابل کې د 'مورا' په نوم د یوه تعلیمي کمپلېکس بنسټ اېښونکی ډاکټر عزیز الله امیر وايي، د 'مورا' نوم د مور له کلمې اخېستل شوی، یعنې 'لویه مور' چې نورو ښځو ته سبق ښيي.

له وړکتونه تر پوهنتونه دا تعلیمي کمپلېکس چې زدهکړیالانې یې نجونې او کارکوونکي او مدیریت یې هم ټول له ښځو سره دی، د طب پوهنځی او په څو روغتیايي برخو کې انسټیټیوټ هم لري.

ډاکتر عزیزالله امیر
ډاکتر عزیزالله امیر

ښاغلی امیر زیاتوي، د دې کمپلېکس د جوړېدو فکر د مور تر مرګ وروسته ورته پیدا شو.

په خبره یې، هغه په یو جلدي ناروغۍ اخته وه، نارینه ډاکټر ته نه تله، نو ځکه یې مکروب په وینه کې ګډ او په ماشومتوب د مور له سیورې بې برخې شو.

نوموړي وویل: "په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو ډېر سخت کمی محسوسېدو او زما مور ځکه مړه شوه چې ښځینه ډاکټره نهوه، هغه نارینه ډاکټر ته نه تله، نو د یو جلدي تکلیف له امله وفات شوه، وروسته له هغې ما سره دا مفکوره پیدا شوه چې زه باید یو کار وکړم چې په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو کمی ختم شي، نورې میندې له دې امله مړې نه شي او ماشومان بې وخته یتیمان نه شي."

د کابل ښار په یوې بله څنډه کې بیا د 'ادې' په نوم یو خصوصي روغتون جوړ شوی.د 'ادې' روغتون بنسټګر ډاکټر فضل ستانکزی هم ورته کیسه لري.

د دغه روغتون مسؤل ډاکټر ضیا درمل د ښاغلي ستانکزي په اړه وايي:"یتیم پاتې شوی و، خپله دا کس چې نوم یې انتخاب کړی خپله مور یې په ډېر کوچنیوالي کې لیدلې، مور یې د ناروغۍ له امله وفات شوې، ده ویل که روغتون وای 'ادې' به مې نه مړه کېده."

د کابل ښار په یوې څنډه کې د 'ادې' په نوم یو خصوصي روغتون
د کابل ښار په یوې څنډه کې د 'ادې' په نوم یو خصوصي روغتون

ښاغلی درمل روغتون ته د 'ادې' نوم په انتخاب کې یوه بله فلسفه هم ویني، هغه دا چې ماشوم وي او که لوی د درد پرمهال یې اول غږ په 'ادې' وي.

په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاس رسی یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي.

که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وار- وار دا ویلي چې په‌دې برخه کې هڅه کوي او خدمتونه ښه او پراخ شوي خو لا هم ډېری افغانان د دارو درملو لپاره نور هېوادونو په ځانګړي ډول هند او پاکستان ته مخه کوي، چې اوس په نړۍ کې د کرونا وېروس خپرېدو دا چاره هم سخته کړې.

تازه دوه اوونۍ مخکې په ننګرهار ولایت کې په یوه ورځ د پاکستان د ویزې د اخېستلو په پروسه کې دولس ښځې تر پښو لاندې او مړې شوې چې ښايي دا هم ناروعانې وې او ډاکټر امیر او ډاکټر ستانکزي په شان به یې زامن په ماشومتوب بې موره شوي وي.

XS
SM
MD
LG