د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د امریکا انتخابات؛ ټرمپ او بایډن کومو ایالتونو کې له یو او بل مخکې دي؟


امریکايي رايې ورکوونکي د نومبر د درېیمې انتخاباتو په نتيجه کې نه یوازې دا ټاکي چې څوک به ولسمشر وي بلکې دا هم چې څوک به په سنا او استازو جرګه کې اکثریت لري.

د کانګریس د دواړو خونو کنترول به ډونالډ ټرمپ یا جو بایډن ته وړتیا ور په برخه کړي چې تر ولسمشر ټاکل کېدو وروسته خپله اجنډا عملي کړي.

تراوسه د راغلو شمېرو له مخې ۲۷۰ الکټورل کالج رایو ته د رسېدو لپاره ۲۱۳ ټرمپ او ۲۲۰ جوبایډن ګټلي چې دا شمېرې تر اوسه نهایي نه دي.

د ولسمشریزو انتخاباتو کاندید جوبایډن نن د چهارشنبې (د لړم ۱۴مه) وویل چې باوري دی چې د انتخاباتو ګټلو لپاره پر سم لور روان دی.

ده له رایې ورکوونکو وغوښتل چې د انتخاباتو نتایجو ته دې سترګې په لاره شي او له زغمه دې کار واخلي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د سیالۍ له دریځ سره څرګند شو او پر ډموکراټانو یې تور پورې کړ چې هغوی د انتخاباتو د غلا کولو هڅې کوي او دا چې دی د پراخې بریا په تمه دی. دا خبره ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه لیکلې.

ده نن خپلو پلویانو ته له سپینې ماڼۍ وویل چې دی به دا انتخابات وګټي او په هغو ایالتونو کې هم د ده رأيې ورکوونکي ډېر دي چې کارپوهانو یې د ده په ګټه اټکل نه وو کړی.

  • ایا د ځينو ایالتونو رأیې څرګندې شوي چې څوک مخکې دي؟

بایډن هیله درلوده چې مهم ایالتونه لکه فلوريډا وګټي او بریا اعلان کړي خو د رایو له شمېرل کېدو سره داسې څرګنده شوه چې ټرمپ په فلوريډا ایالت کې انتخابات ګټلي او په نورو ایالتونو لکه پنسلوانیا، میشیګان او جورجیا کې مخکې دی چېرته چې چارواکو خبر ورکړ چې د ټولو رايو شمېرل به څو ساعته یا تر دې هم زیات وخت ونیسي.

ټرمپ او بایډن
ټرمپ او بایډن

په ځینو ایالتونو لکه نارت کرولاینا، جورجیا، میشیګان، ویسکانسن، ټيکساس او پنسلوانیا کې د رأیو شمېرنه اوس هم دوام لري او تر وخت مخکې ده چې وویل شي هلته څوک مخکې دی.

د انتخاباتو تر ورځې وروسته د پنسلوانیا د رایو شمېرنه ښايي تر درېيو ورځو دوام وکړي.

د انتخاباتو په ورځ میلیونونه کسان د رایې ورکولو مرکزونو ته ورغلل. تر دې مخکې سل میلیونه کسانو په غیر حضوري توګه د پوستې او حضوري توګه د رأیو ورکولو په مرکزونو کې رایې ورکړې. دا ځل انتخابات غځول شوي وو چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د پوستې له لارې د رایو له کبله د انتخاباتو د نتیجې اعلان ښايي څو ورځې وخت واخلي. تر انتخاباتو مخکې نظر پوښتنې ښودل چې بایډن په ټوله امریکا کې اته فیصده مخکې دی.

د یادولو وړ ده چې امریکایان به د دغو انتخاباتو له لارې د امریکا د ۴۶ ولسمشر وټاکي. امریکایان په مستقیمه توګه ولسمشر نه‌ټاکي، بلکې د الېکټورل کالج له لارې دغه کار کوي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG