د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

افغانستان کې د کرونا ویروس زیاتېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت خبرداری


د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۰۷ مشکوکو پېښو څخه ۷۶ یې مثبت دي. 
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۰۷ مشکوکو پېښو څخه ۷۶ یې مثبت دي. 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو خبر ورکوي. د دې وزارت چارواکي وايي، په تېره میاشت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو سلنه له ۶ تر ۱۷ رسېده، خو په وروستیو دوه اوونیو کې دا شمېره له ۲۰ تر ۲۶ سلنه ته پورته شوې ده.

که څه هم په افغانستان کې په دې ویروس د اخته کسانو د شمېر د ثبت په برخه کې کموالی محسوسېده، خو یو ځل بیا روغتیايي لارښوونو ته نه‌پاملرنې، د هوا سړېدا او تر خوا یې د لویو راټولېدنو له کبله په دې ویروس د اخته کسانو د ثبت په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

کابل ښار
کابل ښار

د دې وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره‌کي ازادي راډیو ته وویل: "په وروستیو اوونیو کې تر ۴۱مې اوونۍ پورې د مثبتو پېښو سلنه د ۶ او ۱۷ فیصده ترمنځ وه چې ټیټ شمېر یې ۶ او لوړ یې ۱۷ و. وروستیو دوه اوونیو کې یعنې په ۴۲ او ۴۳ اوونۍ کې دا شمېره ۱۷ ته پورته شوه. له همدې کبله اړینه ده چې ډېر پام وکړو او روغتیايي لارښوونې عملي کړو."

د ښاغلي تره‌کي له قوله، سړه هوا، لویې راټولېدنې او د هوا ککړتیا هغه عوامل دي چې له کبله‌یې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی دی.

عبدالله راسخ ۲۹ کلن دی او پنځه ورځې کېږي چې بدن‌یې د کرونا ویروس له کبله ناارامه دی.

دی وايي، وروسته له دې چې رستورانتونه بېرته پرانیستل شول او دی له خپلو ملګرو سره یوځای هلته ولاړ، په دې ویروس اخته شو.

ده زیاته کړه: "پس له دې چې محدودیتونه کم شول، موږ له کوره دباندې ولاړو. یوه ورځ له خپلو همکارانو سره د خوړو لپاره باندې ولاړم، خو دوه ورځې وروسته مې د ذایقې حس او د خولې خوند له‌منځه ولاړ."

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۰۷ مشکوکو پېښو څخه ۷۶ یې مثبتې دي.

د دې تازه شمېرو په ثبت سره، په ټول افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۱ زره او ۵۰۱ تنه ورسېده چې له دې شمېر ۳۴ زره ۳۲۶ تنه رغېدلي او ۱،۵۳۶ تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو اوونیو ته په کتو، اوس‌مهال د کرونا د مثبتو پېښو په شمېر کې ۲۴،۸ سلنه زیاتوالی راغلی.

ارشیف
ارشیف

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ګرځ‌بندیز له‌منځه تللی او قرنطین هم په بشپړ ډول مات شوی دی.

خو له دې ټولو سره سره، روغتیاپالان پر دې ټینګار کوي چې کرونا ویروس ته پام وشي او ټولې هغه لارښوونې عملي شي چې روغتیاپالان‌یې د دې ویروس څخه د ځان ساتنې لپاره وړاندیز کوي.

که څه هم په افغانستان کې په دې ویروس د اخته کسانو د شمېر د ثبت په برخه کې کموالی محسوسېده، خو یو ځل بیا روغتیايي لارښوونو ته نه‌پاملرنې، د هوا سړېدا او تر خوا یې د لویو راټولېدنو له کبله په دې ویروس د اخته کسانو د ثبت په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

راپور: مهناز نوري

XS
SM
MD
LG