د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

په امریکا کې د کرونا ویروس پېښې د ریکارډ کچې ته لوړې شوې


د نومبر په څلورمه په امریکا کې ۹۹۶۶۰ پیښې ثبت شوې وې. 
د نومبر په څلورمه په امریکا کې ۹۹۶۶۰ پیښې ثبت شوې وې. 

په امریکا کې د دوهمې پرله پسې ورځې په مخه د کرونا پېښې د ریکارډ کچې ته لوړې شوې.

د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې دغلته د نومبر په پنځمه څه باندې یو لک او درویشت زره مثبتې پېښې ثبت شوې او په همدې ورځ ۱۲۲۰ کسان کویډ-۱۹ ناروغۍ مړه کړل.

له دې یوه ورځ وړاندې، یعنې د نومبر په څلورمه په امریکا کې ۹۹۶۶۰ پیښې ثبت شوې وې.

د امریکا د پنځوسو ایالتونو له ډلې ۱۹ هغو کې د کورونا پېښې لوړې شوي دي.

امریکا په ټوله نړۍ کې د کویډ-۱۹ ناروغۍ او له دې کبله د مړو شویو کسانو لوړې شمېرې لري.

XS
SM
MD
LG