د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

ټوله نړۍ کې پر 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر له ۵۰ میلیونو واوښت


ارشیف
ارشیف

یوه ورځ وروسته تر دې چې په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۵۰ میلیونه وګړو واوښت، په متحده ایالاتو کې نن نږدې ده چې پر دې ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۰ میلیونو واوړي.

په متحده ایالاتو کې د اکټوبر له ۳۰مې راهیسې د کرونا شاوخوا یو میلیون مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا د روان کال له پیل راهیسې چې په دې هېواد کې د کرونا وبا نوې خپره شوې وه، په دې موده پر دغه ویروس د خلکو د اخته کېدو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا له کبله له یو میلیون او دوه سوه زره زیات کسان مړه شوي او په متحدو ایالتونو کې یې د مړو شویو شمېر له ۲۳۷ زرو اوړي.

XS
SM
MD
LG