د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

اروپا کې د کرونا مخنیوي لپاره بندیزونه په سختېدو دي


ارشیف
ارشیف

په اروپا کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره بندیزونه په سختېدو دي.

په انګلستان کې به سر له ننه ټولبند وي، خو ښوونځي او پوهنتونونه به پرانیستې وي.

بل لور ته د ایټالیا صدراعظم جوزپې کانتې د سې شنبې په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د ایټالیا په ډېرو برخو کې بندیزونه سختېږي.

په هنګري کې صدراعظم ویکتور اوربان بېړنی حالت اعلان کړی دی او د شپې په مخه‌یې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګولی دی.

په بلجیم کې صدراعظم بویکو بوریسوف امر کړی دی چې هر لوی روغتون دې د کرونا لپاره څانګه بېله کړي.

او په ډنمارک کې حکومت د (مینک) په نوم د یو ډول حیواناتو چې په پټیو کې روزل کېږي، د له‌منځه وړلو امر وروسته تر دې وکړ چې د دې حیوان او انسان ترمنځ د کرونا د لېږدېدو خبرونه خپاره شول.

XS
SM
MD
LG