د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

"سږکال د شکرانې مذهبي ورځې د تېرو کلونو په څېر نه دي"


د شکرانې مذهبي مراسم
د شکرانې مذهبي مراسم
  • سټارز اینډ سټرایپس

سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له لوري د شکرانې 'Thanksgiving' مذهبي ورځې د لمانځلو په اړه مقاله خپره کړې ده او لیکي چې دا ورځ سږکال د تېرو کلونو په څېر نه ده.

په دې مقاله کې راغلې دي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت وار له مخه د ایمیل له لارې یو بیان لیږلی و چې د پنجشنبې په ورځ به د شکرانې ورځ پوځیان داسې لمانځي چې له یوه بله به سره لېرې وي.

ورځپاڼې وړاندې د افغانستان د روغتیا وزارت دا شمېرې خپرې کړي دي چې تراوسه په دغه هېواد کې څه باندې ۴۵ زره کسان په کرونا اخته شوي دي او له دې ډلې یوزر اووه سوه دولس تنه مړه شوې دي.

خو سټارز اېنډ سټرایپس په خپاره کړي مطلب کې پر دې شمېرو شک څرګندوي او لیکي چې ډېرکسان دي چې ټېسټ یې نه دی شوی، نو د کرونا مثبتې پېښې ښایي په افغانستان کې تر دې ډېرې زیاتې وي.

د امریکا دفاع وزارت تر اوسه په افغانستان کې په کرونا د اخته بهرنیو ځواکونو د شمېرو په اړه څه نه دي خپاره کړي.

سټارز اېنډ سټرایپس لیکي، دا سربېره پر دې چې سږ کال د یو شمېر مثبت پېښو راپورونه خپاره شوي دي، خو دفاع وزارت د امنیتي دلایلو له امله دا شمېرې نه خپروي.

د فبروري په ۲۹مه چې په دوحه کې امریکایانو له طالبانو سره د سولې کوم تړون لاسلیک کړی دی د هغه له مخې به ټول امریکایي ځواکونه د مې تر میاشتې له افغانستانه ووځي، نو ښایي سږ کال د امریکایي ځواکونو د شکرانې وروستۍ لمانځنه وي چې په افغانستان کې یې کوي.

  • مېل انلاین خپرونه

مېل انلاین خپرونې د یو شمېر هغو بهرنیو ځواکونو په اړه لیکنه خپره کړې ده چې پخوا په افغانستان کې وو.

دا خپرونه لیکي:

اسټرالیا د دفاع وزارت لږ تر لږه لس تنه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د راپور په خاطر له دندو ګوښه کړې دي.

خپرونه لیکي چې دا کسان د اسټرالیا د ځانګړیو ځواکونو غړې دي.

د اسټرالیا دفاع وزارت پر دې کسانو دا شک کړی دی چې دوی د هغو بشري سرغړونو شاهدان وو چې له ادعا سره سم اسټرالیایي ځواکونو په افغانستان کې ترسره کړي دي.

د همدې سرغړونو په تور ۱۹ تنه نور په اسټرالیا کې د تحقیقاتو لپاره معرفي شوي دي.

تېره اونۍ په ۴۵۶ مخونو کې یو تحقیقاتي راپور خپور شو چې په کې د اسټرالیا ځواکونه تورن شوي دي چې د دوه زره پنځم او دوه زره شپاړسم کلونو ترمنځ یې ۳۹ کسان په غیر قانوني توګه په افغانستان کې وژلي دي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې وروسته د اسټرالیا تر ۲۶ زره ډېرو پوځیانو په افغانستان کې خدمت کړی دی.

XS
SM
MD
LG