د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

افغان چارواکي: کرونا ویروس تېرو څلورويشتو ساعتونو کې ۱۲ کسان مړه کړي


ارشيف
ارشيف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرې یوې شپې او ورځې کې په کویډ۱۹ ناروغۍ اخته ۱۲ ناروغان مړه شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د هوا په سړېدو سره به هېواد کې د کرونا ویروس دوهمه څپه خپره شي.

د دې وزارت مرستیالې ویاندې معصومې جعفري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"کله هوا ډېره سړه شي د هوا ککړتیا، د انفلونزا ویروس راتګ او په یوې خونه کې د ډېرو کسانو په تراکم سره د کرونا ویروس د مثبتېو پېښو د ډېرېدو امکان شته."

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښیې، چې په تېرې یوې شپې او ورځې کې ۲۰۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي، چې له دې سره افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۴ زره ۷۰۶ ته ورسېد.

د شمېرو له مخې په یاده موده کې د کرونا ویروس له امله ۱۲ کسه مړه شوي چې له دې سره د مړو شمېر يې یو زرو ۶۸۷ ته رسېږي.

په ورته وخت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۲ نور له کویډ۱۹ ناروغۍ څخه روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لوړو زده کړو وزارت پرېکړه وکړه، چې سر له راتلونکي اونۍ(۸قوس) څخه د لوړو زده کړو ټولې موسسې رخصت دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حنیف فرزان ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوريت د کابینې د پرېکړې پر بنسټ او د کرونا ویروس دوهمې څپې له امله ټول پوهنتونونه، د لوړو زده کړو خصوصي او دولتي موسسې د دوکتورا، ماسټرۍ او لیسانس مقطع کې د روان کال د قوس له اتمې د حوت تر ۱۵ رخصت دي."

د پوهنې وزارت هم له روانې اونۍ دولتي ښوونځي رخصت کړې دي، خو شخصي ښوونځي به د قوس میاشتې په نیمايي کې رخصت شي، خو د دې وزارت په وینا د ښوونځیو د رخصتېدو لامل کرونا ویروس نه دی.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وايي،
د پوهنې وزارت د رخصتیو لامل د ژمې فصل را رسېدل دي نه کرونا ویروس.

ارين زياته کړه: "که کرونا ویروس یې لامل وای نو د ګرمو سیمو ښوونځي به هم رخصت شوي و، د دې موضوع په اړه د عامې روغتیا وزارت سره بحثونه روان دي،که د کرونا ویروس شمېرې لوړې وي نو په دې اړه به د حکومت رهبرۍ ته خپل وړانديزونه وړاندې کړو."

‎ له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د قوس میاشتې تر وروستیو د ودونو د تالارونو فعالیت هم ځنډولی و او له خلکو یې غوښتنه کړې وه چې له اړتیا پرته سفرونو څخه ډاډه وکړې.

XS
SM
MD
LG