د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د پاریس سولې مجمع ته د غني وینا: افغانستان کې د کرونا له امله مړینه نسبتاً کمه وه


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د حکومت د بېلابېلو اقداماتو په نتیجه کې د کرونا له امله د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د مړینې کچه نسبتاً ټیټه وه.

ښاغلي غني تازه د دې وبا په مدیریت کې خپله اداره داسې مهال برلاسې یاده کړې چې ګڼو افغانانو هغه وخت چې کرونا وبا په خپل اوج کې وه د معاینې او روغتیايي خدمتونو له نشتوالي یا محدودیتونو شکایت درلود.

ښاغلي غني دا خبرې د پاریس د سولې مجمع ته په یوه وار دمخه ثبت کړي وېډیويي پیغام کې کړې دي.

محمد اشرف غني د پاریس د سولې مجمع ته په وېډیويي پیغام کې ویلي: "زموږ د چټک غبرګون او د ډول ډول اقداماتو په پایله کې د کرونا ویروس له امله د مړینو کچه د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې نسبتاً ټیټه وه. خوشبختانه د دې وبا په مرکز باندې بدل نه‌شوو."

ښاغلي غني په دغه وېډیويي پیغام کې د خپلې ادارې له‌خوا د کرونا ویروس د مدیریت لپاره د پلي شویو تګلارو یادونه وکړه او ویې‌ویل چې خلکو ته په بېلابېلو ولایتونو کې وچه ډوډۍ ووېشل شوه او په لنډ مهالو پروژو سره کارونه پیدا شول.

د پاریس د سولې مجمع سږکال د نومبر له ۱۱مې تر ۱۳مې همدا چهارشنبه تر جمعې ترسره کېږي. دا وار په دې مجمع کې نړیوالې ننګونې په سر کې د کرونا ویروس په اړه بحث کېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د راپورونو په اساس په دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۴۲ زره او ۱۵۹ ته رسېږي چې له ډلې یې شااوخوا ۱،۵۶۰ کسان مړه شوي.

د دغه وزارت ویاند ډاکتر اکمل سمسور ازادي راډیو ته وویل چې له څو اوونیو د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی او خلک باید روغتیايي سپارښتنې جدي په پام کې ونیسي.

اکمل سمسور
اکمل سمسور

ښاغلي سمسور زیاته کړه: "متأسفانه له ۳۵ اوونیو راهیسې په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' واقعات په زیاتېدو دي. که څه هم دا اضافه ډېره زیاته نه‌ده، خو تېره اوونۍ ۶۰۸ واقعې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ثبت شوي. د روغتیا وزارت خواست له ټولو وطنوالو دا دی چې د ماسک په استفادې سره موږ د کرونا ویروس خپرېدل کنټرولولی شو. که موږ ماسک واغوندو د ګڼې ګوڼې ځایونو ته ولاړ نه‌شو لاسونه مکرراً ووینځو بیا دا امکان لري چې موږ په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو مخنیوی وکړو."

د افغانستان جمهور رئیس د پاریس د سولې مجمع ته په استولي وېډیويي پيغام کې د کرونا له امله په نړیواله کچه رامنځته شویو ګډوډیو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې دې وبا ټولو ته وښوده چې باید د ناورینونو په مدیریت کې اغېزمنې او کارنده تګلارې تر لاس لاندې ولري.

هغه زیاته کړه: "«کووېډ-۱۹» وبا د پېړۍ یوه له نادرو سختو پېښو ده. زموږ دا له یو بل سره تړلې نړۍ یې په ګډوډۍ، ابهام او بې‌مخینې خطر کې غوټه کړه. زموږ په سیستمونو او عادي حالتونو کې د زیان مننې او نیمګړتیاوو برخې رابرسېره کړې. ژوند او روزګار یې وران کړ په تېره بیا د بې‌وزلو او محرومو خلکو."

د پاریس د سولې مجمع داسې وخت د کرونا وبا له امله په رامنځته شویو ننګونو بحثونه جوړوي چې اروپا او ګڼ نور هېوادونه د کرونا له دوهمې څپې سره مخ دي.

په کرونا اخته شوې مېرمن
په کرونا اخته شوې مېرمن

اکثرو اروپايي هېوادونو ټولبندونه پلي کړي او په اوسط ډول راپور کېدونکې مثبتې پېښې د اندېښنې وړ بلل شوي.

په ټوله نړۍ کې د نومبر تر اتمې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له ۵۰ میلیونو کسانو پورته تللی چې له ډلې یې څه باندې ۱۲ نیم لکه کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG