د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

ترکمنستان په هېواد کې دننه پر سفر کولو بندیز ولګاوه


د ترکمنستان عشق‌اباد هوايي ډګر
د ترکمنستان عشق‌اباد هوايي ډګر

ترکمنستان چې د منځنۍ اسیا یوازنی هېواد دی چې په رسمي توګه‌یې د کرونا د هېڅ یوې مثبتې پېښې راپور نه‌دی ورکړی، په هېواد کې دننه پر سفر کولو بندیز لګولی دی.

له عشق‌اباده د ازادي راډیو د خبریالانو د راپور له مخې دغه بندیز به د جنوري میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې جاري وي او یوازې هغو کسانو ته به د سفر کولو اجازه ورکول کېږي چې د ځانګړو دولتي کمېسیونونو له‌خوا مستحق پېژندل کېږي.

د دغو نویو سختو مقرراتو په اړه‌یې کومه رسمي اعلامیه نه‌ده خپره کړې، خو سیمه‌ییزو چارواکو د اکټوبر د ۳۱مې راهیسې د کرونا ازمیښتونه چې په هېواد کې دننه د سفر کولو لپاره الزامي وو، درولي دي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف ویلي چې په هېواد کې یې هېڅ وګړی پر کرونا نه‌دی اخته شوی، خو د دې هېواد ډېرو وګړو ویلي چې له ناروغۍ سره سره غوره بولي چې په کورونو کې پاتې شي او روغتونونو ته لاړ نه‌شي ځکه د کرونا پر ویروس له اخته کېدو وېرېږي.

XS
SM
MD
LG