د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

ملګري ملتونه: کرونا ویروس د افغانستان اقتصادي برخه له ځوړ سره مخ کړې


د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې "د کرونا ویروس د بحران په ځواب کې مالي غوراوي"‌ تر عنوان لاندې په خپل څلورم یادښت کې لیکلي، کرونا ویروس افغانستان په اقتصادي برخه کې له ځوړ سره مخ کړی دی.

د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه باید په دې هېواد کې د کرونا وبا له کبله په مالي برخه کې د کسر د پای ته رسېدو او عوایدو ډېرو لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.

دا خبره د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې له کرونا وروسته د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل څلورم یادښت کې کړې ده.

دا اداره ټینګار کوي چې په اقتصادي برخه کې د بنسټیز سیاست نشتوالی له کبله به دا حالت تر ۲۰۲۴ کال پورې د دې هېواد په ناخالصو عوایدو کې پنځه اعشاریه دوولس سلنه اغېز ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی رامزالاکبرو وايي، کرونا ویروس ۲۰۲۰ میلادي کال ستونزمن کړی او په خلکو او ټولنې یې ډېر بد اغېز کړی دی.
راتلونکو پنځو نورو کلونو کې افغانستان لږ تر لږ ۳۰ سلنه مرستو ته اړتیا لري.


دی زیاتوي: "موږ په خپل راپور کې وموندل چې لږ تر لږه ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته د دې واټن د راکمېدو او ژر تر ژره خپل هدف ته د رسېدو په برخه کې اړتیا لرو. ۲۵۰ میلیونه ډالر د خوراکي خوندیتوب لپاره اړین دي او له ټولو ډېر مهم ۵،۲ میلیونه ډالر د ټولنې د ساتنې لپاره په کار دي."

د دې ادارې په راپور کې ټینګار شوی دی چې په اقتصادي برخه کې د بنسټیز سیاست د نشتوالي له امله به دا حالت تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د دې هېواد په ناخالصو عوایدو کې پنځه اعشاریه دوولس سلنه اغېز ولري.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې استازی عبدالله الدرداري وايي، په راتلونکو پنځو نورو کلونو کې افغانستان لږ تر لږ ۳۰ سلنه مرستو ته اړتیا لري، څو د کرونا وبا له کبله رامنځته شویو اقتصادي ستونزو ته رسېدنه‌ وشي.

ارشیف
ارشیف

د ده په خبره، له افغانستان سره ټول مرسته کوونکي هېوادونه باید په دې برخه کې ګام پورته کړي، څو افغانستان له دې ستونزې ووځي.

الدرداري زیاته کړه: "افغانستان له مالي مرسته کوونکو، ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو سره چې د دې هېواد لپاره پالیسي جوړوي، یوې ښې همغږۍ ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره د دولت په همکارۍ د افغانستان د خلکو او نورو شریکانو سره دې برخه کې ژمنه ده."

په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال محمد نبي سروش وايي، حکومت د ملي دسترخوان په څېر پروګرامونو په پیلولو سره هڅه کوي چې د کرونا وبا له کبله رامنځته شوې ستونزې حل او همدا ډول د ملي عوایدو کچه پورته یوسي.

د ملګرو ملتونو په څلورم یادښت کې له افغان حکومته غوښتنه شوې چې د کرونا وبا له کبله په مالي برخه کې د کسر د پای ته رسېدو او عوایدو ډېرو لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.

دا یادښت زیاتوي، د افغانستان پڅ اقتصادي پرمختګ، د کرونا وبا دویمه څپه او د جګړې دوام ته په کتو اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د مالي کسر د کمېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د کرونا وبا له کبله د اقتصادي ستونزو په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې تازه د دې ویروس د مثبتو پېښو په ثبت کې هم زیاتوالی راغلی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۶ تنه په دې ویروس اخته شوي چې ۴ تنه ترې مړه شوي دي.

د دې شمېرو په ثبت سره په افغانستان کې په کرونا وبا د اخته شویو کسانو ټول شمېر ۴۲زره او ۶۰۹ ته ورسېد.

مهناز نوري

XS
SM
MD
LG