د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: د پخوانيو چارواکو دوسیه لویې څارنوالۍ ته تللې


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پخوانيو لوړپوړو چارواکو د وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې دوسیه لویې څارنوالۍ ته تللې ده.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي، د عامې روغتیا وزارت د پخوانیو چارواکو دوسیې د څېړلو لپاره یو هيئت ټاکل شوی دی.

د دې ادارې ویاند جمشېد رسولي ازادي راډيو ته وویل د دې دوسیې د څېړنو چارې په چټکۍ سره دوام لري.

جمشېد رسولي
جمشېد رسولي

ښاغلي رسولي زیاته کړه: "د عامې روغتیا وزارت په اړه هغه کومه قضیه چې موږ ته رالېږل شوې په اړه‌یې څېړنې روانې دي، د دې ترڅنګ چې د لویې څارنوالۍ اړوند برخې په دې اړه کار کوي، یو ځانګړی هيئت هم په دې تړاو جوړ او عامې روغتیا وزارت ته استول شوی، تر څوې په دې اړه څېړنې ژر تر ژره بشپړې شي او د قانون په رڼا کې خلکو ته اطلاع‌رسونه وشي."

ښاغلی رسولي وايي، دغه دوسیه میاشت وړاندې څارنوالۍ ته استول شوې.

د افغانستان د بازرس ادارې د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز او ورسره پنځه همکاران‌یې د کرونا په بحراني حالت کې د جزا کوډ د ۳۸۸ مادې ( اختلاس) ۳۸۹ مادې (عامه ګټو ته زیان) ۴۰۳ مادې (له وظیفوي صلاحیتونو ناوړه ګټه) او ۴۰۷ مادې (له لوړ رتبه احکامو سرغړونه او یا په ټپه درول) په تور لويه څارنوالۍ ته معرفي کړه.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې د عامې روغتیا وزارت پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز، مالي او اداري معین ماموسي زېور، د اضطراري حالتونو د مرکز مسؤل میر لیث مصطفی، د معالجوي طب استازی و د معاینې هیئت غړی حیات‌الله نوابي، د فارمسۍ ریاست استازی او د معاینې هیئت غړی ناصر اسلام او د بېړنیو پېښو د امریت استازی عبدالرازق ابراهیمي هغه کسان دي چې د روان کال د میزان په شپږمه لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي.

خو ازادي راډيو د فېروزالدین فېروز او د همکارانو په اړه یې د شویو ادعاوو په تړاو ځيني اسناد ترلاسه کړي چې له مخې یې د روان لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۱مه نېټه د افغانستان عامې روغتیا وزارت ۸ د (CR) او ۱ د (DR) ماشینونو تدارکاتي چارې پیل کړې.

فېروزالدین فېروز
فېروزالدین فېروز

ښاغلي فېروز د دغه توکو د پېرلو لپاره د طبي توکو یو شخصي کمپنۍ (قیس انیل) سره د قرارداد چارې روانې کړې چې په پایله کې له دې کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک نه‌شو.

خو کمپنۍ له وړاندې د عامې روغتیا وزارت مرکزي سټاک ته ځیني طبي توکي انتقال کړي و.

دا چې ولې قرارداد لاسلیک نه‌شو او د قرارداد نه‌لاسلیکېدو په صورت کې دغه کمپنۍ ولې خپل ځیني طبي توکي وزارت ته انتقال کړې وو، د یادې کمپنۍ مشر محمد صدیق صدیق ازادي راډيو ته په لیکلي بڼه یو استول شوي پیغام کې وایي: "قیس انیل کمپنۍ د دې لپاره ځیني طبی توکي د عامې روغتیا وزارت مرکزي سټاک ته انتقال کړه چې په هغه وخت کې د کرونا څپې سختې وې او وزارت د ځیني تولیدي او توریدي طبی شرکتونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه، قیس انیل کمپنۍ خپل ۸ قلمه توکي وزارت ته انتقال کړه چې د قراداد نه‌لاسلیک کېدو وروسته دغه توکي د یوې میاشتې په تېرېدو سره بېرته ترلاسه شول."

ښاغلی صدیق وايي، د قرارداد د نه‌لاسلیک کېدو دلیل د عامې روغتیا وزارت د دې توکو لوړ قیمت په ګوته کړی دی. هغه څه چې په وزارت کې یې ځیني سرچینې هم تأییدوي.

خو د عامې روغتیا پخواني وزیر د قرارداد په نشتون کې د وزارت مرکزي سټاک ته د انتقال شویو ځینو اجناسو د تسلیمۍ حکم ورکړی.

مرکزي سټاک د دغو توکو تسلیمي اخلي او پرته له دې چې دغه توکي معاینه شي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معین ښاغلي (ماموسي زېور) په حکم د ځینو یې د وېش لړۍ پیلېږي چې په لومړي ګام کې یو دانه (سي‌ار) ماشین او ځیني طبی توکي کندهار ولایت ته د حمل میاشتې په ۱۹مه نېټه انتقالېږي.

که څه هم اغلې زېور له ازادي راډيو سره خبرو ته حاضره نه‌شوه، خو هغه اسناد چې ازادي راډیو ترلاسه کړي په هغې کې د دې ماشین او ځیني طبي توکو د لېږد دلیل په کرونايي حالت کې عاجله اړتیا ښودل شوې.

خو مهمه خبره دا ده چې د ځينو طبي توکو پرته انتقال شوی ماشین له څلورو میاشتو وروسته د استفادې پرته بېرته د کابل مرکزي سټاک ته انتقالېږي.

دا چې ولې، د کندهار د عامې روغتیا رئیس محمد طاوس اشرف نادري وايي: "ماشین چې کله موږ ته راولېږل شو، فکر کوم چین هېواد جوړ کړی و، کله چې موږ ته دغه ماشین راغی نو زموږ همکاران‌یې په استفاده نه‌پوهېدل، چینايي پرې لیکل شوي و، کله چې نوی وزیر (جواد عثماني) راغی، نو له موږ څخه‌یې غوښتنه وکړه چې دغه ماشین بېرته کابل ته ولېږو، دغه ماشین بیا کابل ته انتقال شو."

خو د وزارت اداري رئیس عبدالقیوم مرزي چې د دې طبي توکو رسمي اسناد (قرارداد) یې نه‌و ترلاسه کړی هم په تینګار سره وايي چې هغه مهال هر ګام د خلکو د ژغورلو لپاره پورته شوی.

ده وویل: "په هغه وخت کې همدغه ماشینونو ته اړتیا وه چې وزارت د مقام په امر سره باید دغه ماشینونه مرکزي سټاک ته انتقال کړي وی، ځکه د دې توکو قرارداد ته موږ وویل چې دغه توکي نه‌تسلیموو، خو د وزارت مقام هدایت راکړ چې د وخت اړتیا ته په کتو سره دغه توکي باید تاسې تسلیم شئ او د خپل معتمد په نوم‌یې قید کړئ."

د دې وزارت د ټرانسپورټ برخې مسؤل حیمد بهزاد هم کندهار ته د ځیني طبي توکو او انتقال شوي ماشین په اړه داسې وايي: "موږ له مرکزي سټاک څخه توکي ترلاسه کړه او هوايي ډګر ته مو انتقال کړه، خپله فېروزالدین فېروز چې هغه مهال کندهار ته روان و، موږ دغه توکي له نظامي ډګر څخه د کندهار ملکي هوايي دګر ته انتقال کړه او له وزیر صاحب سره په ګډه دغه توکي د کندهار عامې روغتیا ریاست ته تسلیم کړل."

خو د افغانستان عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز بیا د شویو ادعاو په اړه ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې وویل، په هغه وخت کې اړتیا وه چې د خلکو ژوند ته مو لومړیتوب ورکړی وی.

هغه وايي، وړاندې له دې چې تدارکاتي او قانوني لارو څخه استفاده شوې وی، په هغه وخت کې له کرونا څخه د خلکو ژغورل یوه مهمه چاره وه.

د دې ټولو ادعاکانو د ښه څېړلو لپاره هغه اسناد چې ازادي راډیو ترلاسه کړي په هغې کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو او حقوقي برخو یو تفصیلي راپور لیکلي چې د هغې راپور په پایله کې د عامې روغتیا وزارت پخوانیو چارواکو او د دې وزارت د تدارکاتو ریاست له لوري ټول پورته شوي ګامونه د تدارکاتو د ۱۰۷ حکم د څلورمې فقرې د طرزالعمل سره په خلاف کې ښودل شوي.

د تدارکاتو د قانو په یاد ماده کې راغلي. "څارونکی انجنیر، د قرارداد مدیر یا د معاینې هیئت، باید د کار د اجرا تصدیق‌نامه یا هم د تدارکاتو د منلو یا رد اسناد په مناسب وخت او د قرارداد له مخې صادر کړي."

موږ هڅه وکړه چې د دې قرارداد ټولیز قیمت د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړو، خو دوی په دې برخه کې له خبرو ډډه وکړه.

تر دې وړاندې هم د فساد او اختلاس په اړه د ځینو نورو ادارو او وزارتونو لوړپوړي چارواکي د بازرس ادارې له لوري څارنوالۍ ته معرفي شوي، خو لا یې په اړه معلومات نه‌شته چې د هغوی دوسیې تر کومه ځایه ورسېدې؟

XS
SM
MD
LG