د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

د مدرنا شرکت د "کوېډ١٩" ضد واکسین راتلونکى کال افغانستان ته رارسېږي


د مدرنا شرکت له لوري جوړ شوى د کوېډ١٩ ضد واکسین
د مدرنا شرکت له لوري جوړ شوى د کوېډ١٩ ضد واکسین

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د واکسين له نړيوالې ټولنې، د اسيا پراختيايي بانک او مدرنا شرکت سره يې دغه هېواد ته د کرونا ويروس د واکسين د رالېږلو په تړاو خبرې کړې دي.

د هوا سړېدو، د کرونا ويروس دوهمې څپې او په ورځني ډول د دغې وبا له امله د تلفاتو زياتېدو خلک اندېښمن کړي دي.

خو له دې سره سره د راتلونکې په اړه خوشبينۍ او له دغې وبا څخه د خلاصون هيلۍ هم ورځ بلې ته ډېرېږي.

کرونا ويروس ته د واکسين جوړولو لپاره د يو شمېر شرکتونو تر اعلان او ګټور ثابتېدو ورسته اوس يو شمېر زیاتو هېوادونو د دې واکسين غوښتنه کړې ده.

خو افغانستان به يې کله تر لاسه کړي؟

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۱ کال په نيمايي کې دا واکسين تر لاسه کړي.

دا واکسين د مدرنا امريکايي شرکت له خوا جوړ شوی چې ۹۵ سلنه ګټور ثابت شوی.

د افغانستان د عامې ررغتیا وزارت وايي، د ٢٠٢٢ کال تر نیمايي پورې به د دغه هېواد ۴۰ فیصده وګړو ته دا واکسین ورسېږي،چې ۴۰ فیصدو کې ۲۰ فیصده یې د واکسین نړېوالې ټولنې لخوا او ۲۰ فیصده نور یې د نړېوال او پراختیايي بانکونو لخوا ژمنه شوې ده.

هغه واکسین چې افغانستان ته راوړل کېږي، مدرنا په نوم یو امریکايي شرکت جوړ کړی چې په شپږو پړاونو کې به تر ۲۰۲۲کال پورې افغانستان انتقال شي.

د دې واکسین لومړۍ برخه چې ۳ فیصده ده ممکن د ۲۰۲۱ کال تر نیمايي پورې افغانستان ته ورسېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستالې معصومه جعفري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "هغه کمېټه چې د کرونا ویروس د انتقال لپاره ځانګړې شوې وه په لومړي ګام کې هېواد ته د ۳ فیصده واکسین پر انتقال سره سلا شوې دي، په دې ۳ فیصدو کې روغتیايي کارکونکي، هغه کسان چې له کرونا سره په مبارزه اخته دي او هغه وګړي چې د دې ويروس له امله مرګ سره لاس او ګريوان دي ورکول کېږي."

د کرونا ویروس د واکسین په اړه په داسې حال کې خبري کېږي، چې په افغانستان کې په دغه ويروس د اخته کېدونکو ناروغانو شمېر ورځ بلې ته زیاتېږي.

په تازه ثبت شویو پېښو کې په تېرو ٢۴ ساعتونو کې ۱۱ کسه ددې ویروس له امله مړ شوي او ۱۲۶ پرې اخته شوي دي.

په دې سره د کرونا ویروس پېښې په افغانستان کې ۴۸ زره ۹۵۲ ته او له امله يې د مړه شویو کسانو شمېر ۱۹۶۰ ته ورسېد.

له دې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا د دویم پړاو د خپرېدو د مخنيوي لپاره ټول تحصلي بنسټونه بند او د ودونو تالارونه هم د یوې میاشتې په مخ وتړل.

د دې وزارت چارواکي وايي، که حالت خطرناکه شي دولتي کارکونکي د کمېدو غوښتنه به يې هم عملي شي.

XS
SM
MD
LG