د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۰

په افغانستان د "کوېډ١٩" ضد واکسین پروګرام نږدې ورځو کې پيلېږي

د هند له لوري افغانستان سره د مرسته شويو کرونا ضد واکسین لومړنۍ محموله
د هند له لوري افغانستان سره د مرسته شويو کرونا ضد واکسین لومړنۍ محموله

د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شول.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، چې دا د دوه نیم لکه وګړو لپاره پنځه سوه زره ډوزه واکسین دي چې د هندوستان له خوا نن افغانستان ته ورکړل شول.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د هند له خوا مرسته شوي کرونا ضد واکسینو تطبیق ښايي یوه اونۍ یا هم لس ورځې وروسته پیل شي.

د دې وزارت سرپرست وحید مجروح د یکشنبې په ورځ د دې واکسينونو د ترلاسه کولو پر مهال وویل، چې د روغتیا نړیوال سازمان له لا تر دې دمه یاد واکسین نه دي تاييد کړي خو ټینګار يې وکړ چې د روغتیا نړیوال سازمان د یادو واکسینو په اړه د څېړنو ډاډ ورکړی او د دوی له تاييدۍ وروسته به يې د تطبیق چارې پیل شي.

وحید مجروح
وحید مجروح

هغه وویل: "د روغتیا نړیوال سازمان سره چې موږ خبرې کړي راته يې ویلي چې د یوې اونۍ یا لسو ورځو په موده کې به د دې واکسينونو د کیفیت د تاييدۍ تصدیق وشي، کوم پلان چې اوس موږ لرو دا واکسین به زموږ مرکزي ګودام او وروسته به ولایتي ګودامونو ته انتقال شي، او کله چې واکسین د روغتیا نړیوالې ټولنې تاييد کړ په هېواد کې به يې د تطبیق چارې پیل شي."

دی وايي، دا واکسین په لومړي پړاو کې یو نیم لک روغتیايي کارکونکو ته تطبیقېږي.

د عامې روغتیا وزارت د مرستيال د معلوماتو پر بنسټ یاد واکسین به له روغتیايي کارکونکو وروسته، ښوونکو، امنیتي ځواکونو، بنديانو او دغه شان د لوړ عمر لرونکو کسانو ته ورکول شي.

ښاغلي مجروح دا هم وویل، چې اوسمهال یاد واکسین د عامې روغتیا وزارت په سړو خونو کې ساتل کېږي او وروسته د یو میکانیزم پر بنسټ ټولو ولایتونو ته استول کېږي.

دی وايي، د کابل په حامد کرزي هوايي ډګر کې د پنځه او په ټول هېواد کې د دېرش میلیونه ډوزه واکسینو د ساتلو ظرفیت موجود دی.

افغانستان ته د هندوستان له لوري په داسې حال کې د واکسینو لومړۍ جوپه رسېږي، چې په دې هيواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وايي، چې د کرونا ویروس دوهمه څپه کنترول شوې خو صفر شوې نه ده.

دی له خلکو غواړي چې لا هم له احتیاطي تدابیرو کار واخلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو لا مخنیوی وشي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جی ایس شنکر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د کرونا ضد مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي.

په کابل کې د هند سفارت شازدا فیر راګورام اس. افغانستان ته د دغه واکسینو د سپارلو پر مهال وویل، هند نړۍ ته د درملو جوړولو لوی کاروباري هېواد دی، خو لومړیتوب د افغانستان په څېر خپلو ګاونډیو هېوادونو ته ورکوي.

هغه وویل: "هندوستان خوښ دی چې له افغانستان سره په ښو او سختو وختونو کې اوږده تاریخي همکاري لري، موږ له افغانستان سره یو او دې ته (واکسین د دوستي په نوم) نوم ورکوو، هندوستان د نړۍ درملتون دی، زموږ د واکسینو ظرفیت لوړ او عملي شوی دی، موږ د دې واکسینو سوداګریز اړخ پرېږدو ځکه چې باید له ټولو سره مرسته وکړو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادنو سره لکه افغانستان."

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوالې سازمان يا ډبلیو اېچ او د نړۍ د یو شمېر هغه هېوادونو نومونه خپاره کړي چې د کرونا ضد واکسین ورکول کېږي.

د دې لست پر بنسټ به د "کوواکس" پروګرام په لومړي پړاو کې افغانستان ته څه دپاسه درې میلیونه کرونا ضد واکسین ورکول کېږي.

دغه شان به افغانستان د بریتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې جوړ شوي واکسین هم ترلاسه کړي.

د افعانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کابل کې د چین سفارت هم ژمنه کړې چې افغانستان ته به دوه سوه زره ډوزه کرونا ضد واکسین ورکوي خو په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

د دې وزارت د شمېرو له مخې تر دې مهاله په افغانستان کې ۵۵ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له ۲۴۰۰ ډېر ترې مړه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG