د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

کرونا د ۹۹ روغتیاپالانو ژوند اخیستی؛ اشرف غني: لومړی واکسین به دوی ته کېږي


د هرات د کوویډ-۱۹ وبا لپاره په ځانګړي روغتون کې یو شمېر ډاکټران. April 11 2020
د هرات د کوویډ-۱۹ وبا لپاره په ځانګړي روغتون کې یو شمېر ډاکټران. April 11 2020

مسعود مېرزایي له تېر یو کال راپه دېخوا کوی‌‌‌‌‌‌ډ _۱۹ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

‎دی چې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تراوسه د کوې‌‌‌‌‌‌‌ډ_۱۹ ناروغۍ لپاره ځانګړی شوی د هرات ولايت د شهيد بسيم روغتون کې کار کوي وایي، له ګڼو ستونزو سره يې هم د ناروغانو د ژغورلو لپاره خپلې هڅې نه دي سپمولي.

‎د ده په خبره، کرونا ویروس تر ټولو زیات زیان روغتیایي کار کوونکو او کورنیو ته یې رسولی او د دوی زیات شمېر هم مسلکان له دې امله مړه شوي دي.

‎دی وايي: "په لومړیو کې ستونزې زیاتې وې، د ناروغانو لپاره د درملو له نشتونه د روغتیایي کار کوونکو تر خوړو پورې او تنخواګانې هم په وخت نه ورکول کېدې، دا زموږ لویې ستونزې وې، همدارنګه بل څه چې موږ یې زیات زیانمن کړو هغه زموږ د همکارانو او هم مسلکانو مړه کېدل وو او دغه‌شان زموږ په وسیله کورنیو ته مو د دغه ویروس انتقال وو."

‎د مسعود مېرزایي په‌شان ډېری ډاکټرانو د خپل ځان او ژوند په بيه په تېر یو کال کې له دغه ګواښونکي ویروس اخته ناروغانو د ژغورولو لپاره هڅې کړي دي.

‎د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس د خپراوي له پیله تر اوسه ۹۹ ‌‌‌‌‌‌ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي د کوې‌‌‌‌‌‌ډ_۱۹ ناروغانو د درملنې پر مهال مړه شوي دي.‎

د کابل په افغان جاپان روغتون کې هغه روغتون چې د کرونا وبا د ناروغانو لپاره ځانګړی شوی یو ډاکټر له یوه ناروغ سره خبرې کوي. May 24 2020
د کابل په افغان جاپان روغتون کې هغه روغتون چې د کرونا وبا د ناروغانو لپاره ځانګړی شوی یو ډاکټر له یوه ناروغ سره خبرې کوي. May 24 2020

له دغو ‌‌‌‌‌ډاکټرانو یو هم محمد ابراهیم و چې په هېواد کې یې په کرونا ویروس لومړنی اخته کس تشخیص او درملنه یې وکړه، خو د دغه ویروس په دوهم پړاو کې خپله پرې اخته او مړ شو.

‎د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ۴۲۷۸ نور روغتیایي کار کوونکي په تېر یو کال کې په دغه ويروس اخته شوي، خو او اوس بېرته رغېدلي دي.

دی وايي: "دغه شمېره د دې ښکارندویي کوي چې زموږ روغتیایي کار کوونکو سرښندنې کړي دي او دوی تر ټولو زیات د دغه ویروس د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي."

‎کرونا ویروس په افغانستان کې په تېر یوه کال کې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو تر څنګ د ۲۴۱۹ نور کسانو ژوند اخېیستی او ۵۵ زره او ۴۲۰ تنه نور پرې اخته شوي دي.

‎دا په داسې حال کې ده چې هند تازه افغانستان سره د دغه ویروس د مخنیوي لپاره ۵۰۰ زره ډوزه واکسين مرسته کړې ده.

‎ولسمشر محد اشرف غني تېره ورځ سې شنبه (د سلواغې ۲۱مه) د ملي امنیت شورا په ناسته کې ژمنه کړې چې د کرونا ویروس واکسین به لومړی روغتیایي کار کوونکو ته وشي.

XS
SM
MD
LG