د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

"لوړپوړو افغان چارواکو دولت ته سلګونه میلیونه افغانۍ تاوان اړولى"


د پلټنې ادارې د چارواکو د خبري غونډې انځور
د پلټنې ادارې د چارواکو د خبري غونډې انځور

د افغانستان د پلټنې عالي اداره وايي، د حکومت لوړپوړو چارواکو د فساد۲۶ قضیو کې دولت ته ۷ سوه میلیونه تاوان اړولی دی.

د پلټنې عالي اداره وايي، یو شمېر دولتي لوړ پوړي چارواکي په مالي فساد کې لاس لري.

د دې ادارې مسوولینو وویل، د ۱۳۹۹ کال د مالي چارو څېړنې په ترڅ کې یې موندلې چې یو شمېر وزیران، محلي چارواکي، د پولیسو قومندانان او ځیني نور دولتي او غیر دولتي کارکونکي په مالي فساد کې شامل وو.

د پلټنې عالي ادارې مشر محمد نعیم حقمل د یکشنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل: "په دې څېړنه کې مو وموندل چې ۶۹۸ افغانۍ تاوان اختلاس، له صلاحیتونو ناوړه کاراخیستنې په لړ کې پېښ شوې، د پلټنې عالي ادارې په ۱۳۹۹ کال کې د څېړنو په پایله کې ۲ میلیارده افغانۍ د تحصیل وړ او ۱۰.۷۸ میلیارده افغانۍ تصفیه، تثبیت او د دولت خزانې ته بېرته راګرځولي دي او له ناوړه ګټه اخیستنې یې مخنیوی کړی.
په دې قضیو کې وزیران، ښاروالان، ريیسان، محلي قومندانان او یو شمېر نور دولتی او غیر دولتي کارکونکي شامل دي."

دا اداره زیاتوي، د مالي فساد مخنیوي په خاطر یې په ۱۳۹۹ کال کې یو شمېر فاسد کسان عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندلي دي.

د پلټنې عالي ادارې د چارواکو په وینا، سره له دې چې د کرونا ویروس ستونزه یې په مخ کې وه خو د ۴۲۳ ادارو څارنه یې کړې ده.

په دې څېړنو کې د دولتي ادارو مالي چاري، ساختماني پروژې، معلوماتي ټکنالوژۍ، شرکتونه او تصدۍګانې، د نړیوال بانک پروژې او دولتي قطعیې شاملي دي.

XS
SM
MD
LG