د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

سیګار: له افغانستانه ډېری وړونکې پیسې له نشه یي موادو لاسته راغلې غیرقانوني دي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار وايي، په سلو کې تر شپېتو ډېرې هغه پیسې چې له هوايي ډګرونو له لارې له افغانستان څخه دباندې وړل کېږي، غير قانوني دي او ډېره برخه يې د نشه يي موادو له لارې لاس ته راغلي دي.

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار څېړنې ښيي چې، په تېرو شلو کالو کې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د نغدو پیسو قاچاق د افغانستان د حکومت لپاره یو جدي ګواښ دی.

د سيګار په تازه راپور کې د ۲۰۱۱ ميلادي کال د اسنادو څېړنې يادې شوي دي، په دې راپور کې يادونه شوې چې يوازې په يوه کال کې د هوايي ډګرونو او پولو له لارې له افغانستان څخه څلور اعشاریه پنځه ميلیارډه ډالر ايستل شوي دي.

په دې پيسو کې ډېري هغه پيسې شاملي دي چې غير قانوني او یا د نشه يي موادو د کاروبار له لارې لاس ته راغلي دي، د سيګار اداره زياتوي: " د يوې څېړنې له مخې هغه پيسې چې له افغانستان څخه ایستل کېږي، په سلو کې (۶۵) يې هغه پيسې دي چې د غير قانوني لارو څخه تر لاسه شوي دي، د دې ييسو ډېره برخه د نشه يي موادو له کاروبار څخه لاس ته راغلي دي، ځکه چې له ۲۰۱۵ څخه بیا تر ۲۰۲۰ ميلادي کلونو پورې د نړۍ د ټولو تارياکو په سلو کې (۸۴) يې يوازې په افغانستان کې توليدېدل. دا تارياک په سلو کې (۸۵) په هغو سيمو کې کرل کېږي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي. د طالبانو سم نيمايي مالي لګښت له همدې نشه يي موادو له لارې ترلاسه کېږي. "

د امريکا متحده ايالتونو په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې داسې ماشينونه نصب کړل چې يو لک امريکايي ډالره بیه يې درلودل، دا ماشينونه د دې لپاره نصب شول چې تر خپل ټاکلي حد پيسو د وړلو مخه ونيول شي.

دا ماشينونه د هغو تورو او غير قانوني پيسو د څېړنو ظرفیت هم لري چې له هېواد څخه دباندې وړل کېږي.

د افغانستان د شفافیت د څار نادولتي ټولنې د اړيکو مسوول ناصر تيموري په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل: د تورو پيسو سپينول له کلونو کلونو راهيسې په افغانستان کې دوام لري چې د نشه يي موادو له لارې لاس ته راغلي پيسې يې هم يوه برخه ده.

هغه زیاتوي: "په افغانستان کې غير مشروع مالي جريانونه په پراخ ډول موجود دي چې د تورو پپسو سپينول هم د دې جريانونو يوه برخه ده. د نشه يي موادو کاروبار، د مالياتو نه ورکول، فساد او نور جنايي فعاليتونه په دې جريانونو پورې تړلي دي. په سلو کې (۶۵) مالي جریانونه غير مشروع دي، دا جريانونه خپل فساد ته له رسمي پولو، هوايي ډګرونو او سياسي اړيکو له لارې دوام ورکوي."

د افغانستان په کورنيو چارو وزارت کې يوې سرچينې ازادۍ راډيو ته ومنله چې په روان شمسي کال کې بیا هم په افغانستان کې د کوکنارو کښت ډېر شوی او ډېره برخه يې د طالبانو تر نفوذ لاندې سيمو کې کرل کېږي.

د زابل پخوانی والي او سياسي تحليلګر محمد اشرف ناصري وايي چې، کوکنار د طالبانو لویه مالي سرچينه ده، طالبان له مافیايي ډلو سره په ګډه همکارۍ د نشه يي موادو کاروبار ته دوام ورکوي.

ناصري زیاتوي: " طالبان نه شي کولای چې د نورو مشروع محصولاتو په اندازه دومره ډېرې پيسې ترلاسه کړي، له همدې امله دوی تر خپل نفوذ لاندې سيمو کې له بزګرو څخه د عشر په نوم پيسې اخلي، نو کوکنار يوازينۍ سرچينه ده چې طالبان ډېرې پيسې ځنې ترلاسه کوي، ځکه خو طالبان او نشه يي موادو مافيايي ډلې په ګډه بزګر د کوکنارو کښت ته هڅوي. "

که څه هم طالبانو تر دې مخکې ازادۍ راډيو ته په يوه لېږل شوي ليکلي پيغام کې د نشه يي موادو په کاروبار کې لاس درلودل رد کړي دي، خو د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزارت او سيګار ادارې څېړنې ښيي چې، طالبان هر کال د نشه يي موادو له کاروبار څخه دوه سوه ميليونه ډالر ترلاسه کوي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG