د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

په افغانستان کې د پولیو ویروس نوې بڼه خپره شوې


په کندهار کې د پوليو ضد واکسین کمپاين. December 16, 2020
په کندهار کې د پوليو ضد واکسین کمپاين. December 16, 2020

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پولیو ویروس د دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول د خپرېدو خبره کوي.

‎د دغه وزارت د چارواکو په خبره، تر اوسه په دغه هېواد کې ٣٠٣ پېښې د دغې نوي ‌‌‌‌‌‌ډول په نښه شوي دي.

‎په افغانستان کې لا هم ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ویروس د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.

‎په دغه هېواد کې په ٢٠٢٠ میلادي کال کې د پوليو د ۵۶ پېښو تر ثبتېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د ګوزڼ د دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول د ۳۰۳ پېښو د ثبتېدو خبره کوي.

‎د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح نن دوشنبه په کابل کې ولس ته د دولت د حساب ورکوونې په ناسته کې وویل، چې پاکستان ته په پراخه کچه د خلکو تګ راتګ ددغه ویروس د خپرېدو ستر لامل دی.

وحید مجروح
وحید مجروح

هغه زياتوي: "د پولیو دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول ویروس خپراوي یوه نوې ستونزه جوړه کړې، په هغو ولایتونو کې چې تر ګواښ لاندې دي د واکسین د د خدمتونو وړاندې کولو کچې ټیټوالی زموږ د ستونزو عمده برخه ده."

‎دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو دریو کلونو کې طالبانو په جنوبي ولایتونو کې کور په کور د د دغه ویروس واکسین ته اجازه نه ورکوي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته ویلي و، چې دوی ځکه کور په کور د دغه واکسین اجازه نه ورکوي چې په خبره یې په دې پلمه د دوی په اړه استخباراتي ګټې پورته کېدې خو په خبره یې، دا پروسه اوس جوماتونو کې ترسره کېږي.

‎دوه نیم میلیونه ماشومان په هلمند، ارزګان او د کندهار په شمال کې د پولیو له واکسین بې برخې شوي دي.

‎افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې ماشومان د پولیو یا ګوزڼ په ويروس باندې اخته کېږي.

‎ روغتیا پالان د پولیو د دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول ویروس خپرېدل د افغان ماشومانو لپاره يو نوی ګواښ بولي.

‎د ساري ناروغیو متخصص فرید عمري وایي، د دغه ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره بايد په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسین هممهاله وشي.

هغه زیاته کړه: "د پولیو دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول ویروس خپراوي یوه نوې ستونزه جوړه کړې، د پولې دواړو خواوو ته د خلکو د بې کچې اندازې تګ راتګ بیا یوه بله ستونزه ده. په هغو ولایتونو کې چې تر ګواښ لاندې دي د واکسین د روټین خدمتونو وړاندې کولو ټیټوالی زموږ د ستونزو عمده برخه ده."

‎د نا امنیو تر څنګ په هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدل د پولیو له واکسین نه د ماشومانو محروم پاتې کېدو بل ستر لامل بللی کېږي.

‎له دې سره د عامې روغتیا وزارت وايي، د پوليو واکسين د تطبیق تر څنګ د دغه ویروس پر وړاندې د ټولو د ایمني سیسټم پیاوړتیا هغه څه دي چې د دغه وزارت او نړیوالو بنسټونو لومړیتوب جوړوي.

XS
SM
MD
LG