د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

ارزګان کې د پولیو واکسین؛ دیني عالمانو یې ننګه وکړه


ارشیف، یوې ماشومې ته د پولیو ضد څاڅکي اچول کیږي.
ارشیف، یوې ماشومې ته د پولیو ضد څاڅکي اچول کیږي.

په ارزګان کې یو ځل بیا دیني عالمانو له خلکو غوښتي چې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي.

د دې ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي رحیم الله ژواک وايي، د ارزګان دیني عالمان د اسلامي نړۍ عالمانو سره په ګډه د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د رامنځته شوي واکسین ننګه کوي.

نوموړی وایي، دوی له نورو دیني عالمانو هم غوښتي چې د پولیو واکسین ننګه وکړي او خلک وهڅوي چې خپل ماشومان د واکسین په هره دوره کې واکسین کړي.

د ژواک په وینا، دوی ټولو ناروغانو ته په تېره ماشومانو ته د واکسین کول حتمي او ګټور بولي او له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان د واکسین له څاڅکو بې برخې نه کړي: "لومړی مو هغه دیني عالمان په دې اړه روزلي چې موږ سره راجسټر دي او د پولیو په اړه مو پوهاوی ورکړی څو دوی بیا په جوماتونو کې د ممبر له لارې نور خلکو ته د پولیو د واکسین په اړه معلومات ورکړي، نورو علماوو ته مو هم لارښونه کړې چې په دې اړه د خلکو په پوهاوي کې برخه واخلي."

د ارزګان مرکز ترینکوټ
د ارزګان مرکز ترینکوټ

ارزګان چې هم بې وزلۍ او هم جګړو ځپلی، تېر کال په کې د ګوزن ناورغۍ څو پېښې هم ثبت شوې، روغتیايي کار کوونکي یې لامل زرګونو ماشومانو ته د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد د واکسینو په رسولو کې خنډونه بولي.

د دې ولایت دیني عالمان وایي، د خلکو په پوهولو او د واکسین په سم پلي کېدو کې پراخه ونډه اخلي.

په دې ولایت کې د دیني علماوو شورا رئیس مولوي حمید الله وویل: "زه د یوه دیني عالم په صفت پر خلکو غږ کوم چې خپل ماشومان واکسین کړئ، ځکه دا واکسین د دیني علماوو له لوري تایید شوی او کومه ستونزه نه لري."

د ارزګان دیني عالمان د ګوزڼ د واکسین په اړه دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې ولایت کې وروستیو کلونو کې هم د ګوزڼ نوې پېښې موندل شوي او هم طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې ددې واکسین کمپاین ته هسې اجازه نه ورکوي چې څرنګه یې روغتیايي ادارې غواړي.

د ارزګان د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايي، دې ولایت کې وسله والو طالبانو له تېر یو نیم کال راهېسې تر خپل واک لاندې سیمو کې نه یوازې دا چې کور په کور د پولیو د واکسین د کمپاین مخه نیولې، بلکې جومات په جومات هم اجازه نه ورکوي.

د ارزګان د عامې روغتیا ریاست کې د کتلوي معافیت مسول سیف الدین بارک وايي، د طالبانو له خوا دا محدودیتونه د دې لامل شوي چې شااوخوا یولک او ۴۰ زره ماشومان د دوی تر واک لاندې سیمو کې د پولیو له واکسینه بې برخې شي.

ښاغلی بارک وايي: " د پولیو یا ګوزڼ ناروغي خطرناکه ده. که یوه سیمه کې یو ماشوم په ګوزڼ اخته شي، نو د زرګونو ماشومانو د اخته کېدو امکان برابرولی شي. موږ وایو چې که طالبان له هرې ادارې سره ستونزه لري باید څرګنده یې کړي. د عامې روغتیا وزارت به دا پروسه له هغې ادارې واخلي بلې ادارې ته به یې ورکړي. دلته اوس دا ستونزه هم نه شته. موږ ته ارزګان کې مېشت طالب مشران وايي چې دا دوی د مشرانو کار دی. "

طالبان وايي د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین مخه نه نیسي.
طالبان وايي د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین مخه نه نیسي.

خو وسله وال طالبان وايي، دوی د واکسین مخه نه نیسي.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډیو ته وویل چې روغتیايي ادارې کولی شي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې جومات په جومات ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

ښاغلي بارک وايي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ارزګان د ګوزڼ ناروغۍ ۴۵ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۴ یې مثبت وې.

د عامې روغتیا د چارواکو په وینا دا پېښې تر ډېره هغو سیمو کې دي چې د پولیو د واکسین کمپاین ته په کې کور په کور د عملي کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

روغتیايي چارواکي وايي، تېر میلادي کال کې افغانستان کې د ګوزڼ شااوخوا ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي. دا پېښې ټولې په هغو ماشومانو کې دي چې له ګوزڼ ضد واکسين نه يا په قطعي ډول محروم شوي او يا په سمه توګه ورته نه وو پلی شوی.

XS
SM
MD
LG