د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

روغتیا وزارت: ٣ ميليونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیقېږي


آرشیف، بدخشان کې د پوليو ضد واکسین کمپاين
آرشیف، بدخشان کې د پوليو ضد واکسین کمپاين

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هڅه کوي هغو ۳ میلیونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو-ضد واکسین ورسوي، چې د تېرې میاشتې په کمپاین کې له واکسینه پاتې شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، یوه تخنیکي ډله یې هغو درېیو میلیونونو ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین د رسولو پر پلان کار کوي، چې تېره میاشت د واکسین له عمومي کمپاین نه بې برخې پاتې شوي دي.

وزارت وايي، دا ډله به د نړیوالو متخصصانو په مالي او تخنیکي همکارۍ یو فرعي کمپاین عملي کوي.

د دغه وزارت یوه ویاند نور الله تره کي پرون ازادۍ راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي د واکسین په تطبیق کې د دیني عالمانو مرسته هم خپله کړي.

تره کي وايي: "هغه درې میلیونه هېوادوالو ته چې له پولیو واکسین نه پاتې دي، باید دغه واکسین ورته تطبیق شي. موږ باید خپل ټیمونه قوي کړو. نور هم ورته پرسونل او د پولیو واکسین اندازه زیاته کړو. متردد کمپاین شروع کوو، چې په جوماتونو کې به د حج او وقافو وزارت په مرسته د کلي له مشرانو او ملا امامانو سره ناستې کوو."

په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې دا له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي او په ګوزڼ ټول اخته ماشومان د ۳ میاشتو او ۳ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

په ۲۰۱۹م کال په افغانستان کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۲۹ ته رسېده.

په افغانستان کې روانه جګړه، د طالبانو له خوا کور پر کور د پولیو واکسین د کمپاینونو مخنیوی او نورې ټولنیزې ستونزې د ګوزڼ یا پولیو د پېښو د زیاتېدو عمده علتونه ګڼل کېږي.

زیاتې مثبتې پېښې د افغانستان په ناامنو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په ارزګان کې د پولیو ضد واکسین کمپاين. 14May2017
په ارزګان کې د پولیو ضد واکسین کمپاين. 14May2017

د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ د اوسېدونکي نور محمد زوی پنځه کاله مخکې په ګوزڼ اخته شو، چې اوس د اتو کلونو دی او پښه یې فلج ده.

نور محمد وايي، هغه وخت یې د ځینو ناوړه ټولنیزو باورونو له مخې خپل ماشوم ته د ګوزڼ ضد واکسین ورنه کړ، چې اوس پښېمانه دي.

هغه زياتوي: "زه [خپل] نور ماشومان اوس واکسین کوم. له دې [ګوزڼ وهلي] زوی سره ډېر په تکلیف یم. د درملنې لپاره مې پر ډېرو ځایونو وګرځاوه خو روغ نه شو. اوس هم حیران یم چې کله کور ته راځم ډېر ورسره په تکلیف یم، ورته کتلی هم نه شم."

څه باندې دوه کاله کېږي، چې وسله والو طالبانو کور پر کور د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق مخه نیولې ده.

په عامې روغتیا وزارت کې د پولیو له منځه وړلو د پروګرام مطبوعاتي مسوول میرجان راسخ ویلي، که څه هم طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې جومات په جومات او کلنیک په کلنیک د واکسین تطبیق ته اجازه ورکړې، خو دغو ځایونو ته ډېر کم کسان خپل ماشومان د واکسین لپاره بیایي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي، دوی په کندهار، ارزګان، زابل او هلمند کې یوازې په مسجدونو او د ملکانو په کورونو کې د واکسین د تطبیق اجازه ورکړې ده.

هغه وویل: "په هغو سیمو کې په متواتره توګه د واکسین له پروسې نه د استخباراتي معلوماتو ټولولو لپاره ګټه اخیستل شوې وه، دا جنګي سیمې وې، ځکه مجبور وو چې بدیله لار ورته ولټوو. د هېواد په نورو ولایتونو کې دغه واکسین په عادي ډول تطبیقېږي، موږ کومه ستونزه نه ورسره لرو."

خو د عامې روغتیا وزارت چارواکو د طالبانو دغه ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین عملي کول هېڅ ډول سیاسي اړخ نه لري.

په عامې روغتیا وزارت کې د پولیو له منځه وړلو د پروګرام مطبوعاتي مسوول میرجان راسخ ویلي روغتیا وزارت د کرونا وبا له کبله مجبوره شو، چې د ۲۰۲۰م کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۰م کال تر اګست میاشتې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین وځنډوي، چې دې ستونزې هم ګڼ ماشومان له واکسین نه محروم کړل.

XS
SM
MD
LG