د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

مسؤلین: په ارزګان کې طالبانو نږدې یونیم لک ماشومان له واکسینه بې برخې کړي


ارشیف، د وسله والو طالبانو یو انځور
ارشیف، د وسله والو طالبانو یو انځور

روغتیايي مسؤلین وایي چې په ارزګان کې طالبانو یولک څلوېښت زره ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې کړي دي.

دغه مسؤلین وايي، یاد ماشومان د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ژوند کوي چې له تېر یونیم کال راهیسې د پولیو له واکسینه بي برخې دي.

له دې سره په دغه ولایت کې د پولیو ناروغي د نورو کلونو په پرتله څو برابره زیاته شوې چې ځايي خلک يې اندېښمن کړي دي.

وسله وال طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې دا ډول خبرې رد کړي چې ګڼې دوی د پولیو د واکسین مخه نیولې ده.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:19 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG