د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

۹۰ سلنه افغانان له دوه ساعته پلي تګ وروسته روغتیايي مرکزونو ته ځانونه رسوي


سرپل کې يو روغتيايي مرکز-ارشيف
سرپل کې يو روغتيايي مرکز-ارشيف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، نوي په سلو کې افغانان له دوه ساعته پلي تګ وروسته روغتیايي مرکزونو ته ځانونه رسوي.

د ډسمبر ۱۲مه ټولو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې کم شمېر خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

د ارزګان ولايتي روغتون
د ارزګان ولايتي روغتون

د ارزګان د مرکز ترینکوټ اوسېدونکی حکمت الله وايي: "د روغتیايي خدمتونو په اړه که درته ووایم په دغه ولایت کې په صفر حساب دي، خلک ډېر دي، روغتیايي خدمتونه کم دي، ډاکټران ناروغان بازارونو ته د دوا اخیستو لپاره لېږي، په ولسوالیو کې له سره ډاکټر نه شته، په مرکز کې هم په لویو روغتونو کې ډاکټران کم دي."

د پکتیا ولایت اوسېدونکی احسان احسان هم ورته شکایت لري.

هغه زياتوي: "په ځینو سیمو کې له سره روغتون نه شته، که په ځینو سیمو کې وي، هلته ډاکټر نه شته، امبولانس نشته، فساد په روغتیايي برخه ناوړه اغېز کړی، روغتیا برخه سم او پروخت خدمتونه نه شي وړاندې کولای.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی اکرالله اکرام دی د ښځینه ډاکټرانو د نه شتون ستونزه هم پرې اضافه کوي.

هغه وايي: "په ننګرهار کې نفوس زیات او روغتیايي خدمتونه کم دی، په ځانګړې توګه ښځینه ډاکټرانې کمې دي، هغه څه چې په روغتیايي مرکزونه کې باید موجود وي کم دي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت هم دا مني چې، ټول افغانان په یو شان ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

دغه وزارت وايي، چې ۹۰ سلنه د افغانستان خلک له دوه ساعته پلي تګ وروسته روغتیايي مرکزونو ته رسېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور په تېرو ورستیو شلو کلونو کې ر روغتیا په برخه کې شوي پرمختګونه د قناعت وړ ګڼي وايي، په دغه موده کې د روغتیايي مرکزونو شمېر له ۵۰۰ مرکرونو ۳۵۰۰ ته لوړ شوی دی.

اکمل سمسور
اکمل سمسور

هغه وویل: "اوس د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو پروګرام لري چې، خدمتونه داسې وړاندې شي چې لګښت راکم کړي، بل په روغتیايي مرکزونو کې په کارکونکو کې د طبابت اخلاق دي چې له بده مرغه په دې برخه کې کار نه دی شوی او اوس د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې په دې برخه کې کار وکړي."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تېره کې دا هم ویلي، چې اوس تر ډېره د ښځينه ډاکټرانو او قابلو ستونزه هم هواره شوې او دې برخې ته نور هم پام کوي.

د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر په دولسمه نېټه تصویب شو باید د یو هېواد ۹۵ سلنه خلک یو شان او با کیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی ولري.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو شلو کلونو کې د روغتیا نړیوال سازمان، یونېسف، نړیوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو له دغه وزارت سره په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د ښه کېدو مرسته کړې چې، د دغې مرستې ډېره برخه په لرو پرتو سیمو کې د روعتیايي مرکزونو د جوړولو او د پولیو، ملاریا او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې لګېدلې ده.

سږ کال د ټولو د روغتیايی پوښښ نړیواله ورځ په دې شعار (( له ټولو ساتنه وکړئ)) نماځل کېږي.

دا شعار تر ډېره کرونا وبا سره د مبارزې او د دغه ویروس په ممهارولو پورې تړلی دی.

هغه ویروس چې، له یو کال زیات وخت کېږي، چې په ټوله نړۍ کې خپور شوی چې تر اوسه پرې له اویا ملیونو دېر خلک اخته شوي او له یو نیم میلونو زیات یې هم له امله مړه شوي دي.

د ملګرو ملتتونو سر منشي انتونیو ګوترش د دغه سازمان په رسمي پاڼه کې ویلي، چې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت باید په نړیوال روغتیايي سیتستم دېره پانګونه وشي، تر څو دغه ناورین ختم شي.

انتونيو ګوتريش
انتونيو ګوتريش

ملګري ملتونه په داسې حال کې دا ورځ نمانځي چې، لا تر اوسه د کرونا ویروس د مهارولو لپاره واکسین د دغه سازمان له خوا نه دي تاييد شوي.

په افغانستان کې تر اوسه په کرونا ویروس نږدې ۴۹ زره کسان په دغه ویروی اخته شوي او یو زر او ۹۳۹ کسان ترې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، دا چې ډېری نړیوالې مرستې د کرونا ویروس سره د مبارې لپاره وې، دوی نورو برخو لکه د ماشومانو ګوزڼ ( پولیو ) ته د تېرو کلونو په شان رسېدنه نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG