د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

'د ګڼې ګوڼې په ځایونو او دولتي دفترونو کې به د ماسک کارول جبري شي'


ارشیف
ارشیف

ډاکتران وايي، افغان چارواکي او په تېره د عامې روغتیا وزارت هغه دې، د کرونا ویروس د مخینوي په خاطر تر نورو ډېر روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تازه شپو ورځو کې ویلي چې د ګڼې ګوڼې په ځایونو او دولتي دفترونو کې به د ماسک کارول جبري شي.

خو تېره شپه یو شمېر دولتي چارواکو، د فوتبال د غوره لیګ د وروستۍ لوبې په مراسمو کې ماسکونه نه‌و کارولي.

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر یو له دغو چارواکو څخه و چې ماسک یې نه‌و، کارولی.

د افغانستان د عامه روغتیا وزیر چې د فوټبال غوره لیګ د پایلوبې ننداره یې کوله او ماسک یې نه و کارولی.
د افغانستان د عامه روغتیا وزیر چې د فوټبال غوره لیګ د پایلوبې ننداره یې کوله او ماسک یې نه و کارولی.

ډاکتران وايي، دولتي چارواکي باید دغه سپارښتنې په لومړي سر کې پخپلو ځانونو پلي کړی.

د دوی په خبره که چارواکي دغه سپارښتنې جدي ونه ګڼي نو خلک به ورته پام ونه کړي.

د داخله چارو متخصص عبدالجبار مومنیار ازادی رادیو ته وویل، په دې وروستو کې چې ده څومره ناروغان ورغلي د کرونا ویروس نښې یې درلودې.

د ده په باور باید احتیاطي تدابیر ونیول شي چې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر نه‌شي.

هغه زیاته کړه: "خلک چې دوې ویني او تقلید ترې کوي، دوی چې خلکو ته وايي ماسک وکاروئ او پخپله يې نه کاروي، خلک دغه سپارښتنې جدي نه نیسي، د ماسک کارول د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي کوي."

د عامې روغتیا د وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري د عامې روغتیا د سرپرست وزیر په ګډون د ګڼې ګوڼې نه په ډکو ځایونو کې د ماسک د کارولو په اړه وايي: "په نړۍ کې مطالعاتو ښودلې چې د ماسک کارول د کرونا ویروس د خپرېدو مخه نیسي، که د ټولنې ۹۵ سلنه خلک ماسک وکاروي، کولی شو د محدودیتونو او قرنطین مخه ونیسو، ګڼه ګوڼه کولی شي د ویروس د خپرېدو خطر ډېر کړي."

په کرونا اخته شوی مېرمن
په کرونا اخته شوی مېرمن

اغلې جعفري وايي، د کابینې د تصمیم له مخې، په دولتی ادارو کې به د شنبې له ورځې د ماسکونو کارول جبري شي.

د عامې وزارت د تازه شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس۵۳ مثبتې پېښې ثبتې شوی.

په دې موده کې ترې ۳ کسان مړه او ۴۵ رغېدلي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو نه ۴۱ اوونۍ تېرېږي.

په دغه موده کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېر۴۰ زرو ته رسېدلی، ۱۴۸۸ کسان ترې مړه او نږدې ۳۴ زره کسان ترې رغېدلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا د ویاند مرستیاله وايي، افغانستان اوس په ښه وضعیت کې دی خو خبرداری هم ورکوي چې که روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیول شي نو امکان لري چې د ناروغانو شمېر ېې ډېر شي.

XS
SM
MD
LG