د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

روغتیا وزارت: هرات کې یو ځل بیا د کرونا پېښې زیاتې شوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، له ایران سره پر پوله پروت هرات ولایت کې یو ځل بیا د کرونا پېښې زیاتې شوې دي.

د وزارت ویاند اکمل سمسور وایي، یو پلاوی یې هرات ته تللی چې معلومه کړي، په نویو اخته شویو کسانو کې د 'کووېډ-۱۹' پخواني ناروغان هم شامل دي او که نه.

نوموړي نن یوه خبري کنفرانس کې که څه هم واضح نه‌کړه چې هرات کې هره ورځ څومره پېښې کېږي، خو ویې‌ویل چې د نویو ثبت شویو پېښو ډېره برخه هرات بیا کابل کې دي.

هغه زیاته کړه: "تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لابراتوارونو کې ۳۱۸ معاینات شوي دي چې په دغو کې ۶۶ مثبت دي، له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹،۹۹۴ ته ورسېد، له دې ډلې ۳۳،۳۵۴ تنه بېرته رغېدلي دي."

وزارت له ټولو خلکو غواړي چې عامه ځایونو کې خوله او پوزه پټ وساتي او په خبره‌یې روغتونونو او دولتي ادارو ته د مراجعې لپاره ماسک بندول اړین دي.

XS
SM
MD
LG