د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

د روغتیا نړیوال سازمان: اروپا د کرونا مخنیوي لپاره نور محدودیتونه لګوي


روغتیا نړیوال سازمان 
روغتیا نړیوال سازمان 

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په اروپا کې به دولتونه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ډېر ځایونه بندوي او نور محدودیتونه لګوي، د دغه ویروس د پېښو په زیاتوالي پسې به د مړینو شمېر هم زیات شي.

په اروپا کې هره ورځ شااوخوا ۱۰۰ زره کسان پر کرونا اخته کېږي. تر ټولو ډېرې پېښې په ایټالیا، چک جمهوریت، سویس او روسیه کې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان جګپوړې ساینس‌پوه سومیا سوامیناتان پرون د ټولنیزو رسنیو یوې غونډې ته وویل چې معمولاً د پېښو تر زیاتوالي څو اوونۍ وروسته د مړینو کچه هم زیاتېږي او زیاته‌یې کړه چې موږ باید خوښ ونه‌اوسو چې د مړینو کچه اوس په کمېدو ده.

په اروپا کې دولتونه او محلي حکومتونه هڅه کوي چې د کرونا ویروس د سرایت چې د دوبي په وروستیو کې یې بهیر بیا چټک شوی، مخه ډب کړي.

په فرانسه کې، ولسمشر امانوئل مکرون په پاریس او اتو نورو ښارونو کې د څلورو اوونیو په مخه د شپې له‌خوا ګرځ‌بندیز اعلان کړ.

سر له شبنې به په دغو ښارونو کې خلک مجبوره وي چې د ماښام له نهو بجو د سهار تر شپږو بجو پورې له کورونو ونه‌وځي. د اسپانیا په کاتالونیا سیمه کې به هم د راتلونکو ۱۵ ورځو په مخه ټول رستورانتونه او بارونه بند وي.

هالند هم ورته بندیزونه لګولي او پر دې سربېره‌یې د الکولي مشروباتو پر پلور د بندیز ترڅنګ په عامه ځایونو کې د ماسک اغوستل اجباري کړي دي.

په ټوله نړۍ کې تر پرون پورې له ۳۸ میلیونو زیات وګړي پر کرونا ویروس اخته شوي او له امله‌یې هم نږدې یو میلیون او یو لک کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG