د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

امریکا کې د دوا جوړولو یو شرکت د کویډ۱۹ ضد واکسین ازموینه ځنډولې


آرشیف
آرشیف

د امریکا د متحد ایالتونو د دوا جوړولو یوې کمپنۍ چې د کویډ۱۹ناروغۍ پر واکسین یې له یوې مودې راهیسې ډېر کار کړی دی، خپلې ازموینې ځنډولي دي.

د نړۍ دغې سترې کمپنۍ په داسې وخت کې د دې ځنډ خبر ورکړی دی چې د اروپایي ټولنې په هېوادو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي او نن په بروکسل کې د اووه ویشت غړیو هېوادو دا ټولنه د کرونا د مخنیوي پر لارو چارو بحث کوي.

د درمل جوړولو نامتو کمپنۍ (جانسن اینډ جانسن) د کرونا ویروس پرضد د واکسین کلینیکي ازموینه، د دې څېړنې د یوه ګډونوال د ناروغۍ له امله په موقتي ډول ځنډولې ده.

د دې امریکایۍ کمپنۍ کاندید واکسین د نړۍ په کچه د کویډ۱۹ پرضد د واکسین د جوړولو په هڅو کې مهم ځای لري.

جانسن اینډ جانسن په یوه بیان کې ویلي دي چې په موقت ډول یې د کویډ۱۹ ناروغۍ د واکسین چارې درولې دي او حتی دریمه مهمه مرحله هم ځنډول شوې ده ځکه چې د دوی یو څېړونکی په ناڅرګنده ناروغۍ اخته شوی دی.

دې کمپنۍ په یوه بیان کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ زیاته کړه چې دا ډول ځنډ په داسې حالت کې چې په زرګونو کسان پکې برخه اخلي عادي دی.

دې کمپنۍ د خپل څېړونکي د ناروغۍ په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

جانسن اینډ جانسن کمپنۍ تېره میاشت ویلي و چې له لومړیو کلینیکي ازموینو ښکارې چې د دوی واکسین د کویډ۱۹ناروغۍ په وړاندې اغېزمن دی بیا دې کمپنۍ پر شپېته زره کسانو ازموینې پيل کړې چې تمه ده نتیجې یې د راتلونکې میلادی کال په لومړیو کې راووځي.

د کرونا واکسین اړتیا ورځ تر بلې په زیاتېدو ده او په نړۍ کې په هغو سیمو کې چې د بندیزونو او ټول بند له امله د دې ناروغۍ مخه یو څه په تېرو دوو درېیو میاشتو کې ونیول شوه بېرته دې ناروغۍ ورمخه کړې ده.

چین چې د کرونا ویروس د خپرېدو مرکز دی د کویډ۱۹ناروغۍ پکې په بېسارې ډول کمې شوې وې خو د دوشنبې په ورځ د چین په ختیځ کې د قینګ داو په ښار کې د دولسو نویو پېښو راپور ورکړل شو او اوس چینایي چارواکو امر کړی دی چې د دې ښار د ټولو نهه میلیونو استوګنو د کرونا ویروس معاینه دې وشي.

په اروپایي هېوادو کې هم د کویډ۱۹ناروغۍ پېښې په وروستیو څو اونیو کې زیاتې شوې دي او اوس دا پېښې په څلورویشت ساعتونو کې تر یولکو مثبت پېښو اوښتې دي.

تمه ده چې نن اروپایي ټولنه موافقه وکړي چې داسې سیستم رامنځته کړي څو هېوادونه د موټرو پرمخ لارې داسې بندې نه کړي لکه د مارچ په میاشت کې چې د کرونا د خپرېدو په لومړي وخت کې یې بندې کړې وې.

دا هېوادونه غواړي چې ترافیک سیستم د شین څراغ، نارنجي څراغ او سره څراغ په حساب وویشي چې د سره څراغ موټر د هغو ځایونو وي چې هلته کرونا ویروس لږ ډېر خپور شوی او نارنجي هغه ځای چې هلته کرونا ویروس لږ کم وي او زرغون څراغ د هغو سیمو د موټرو وي چې هلته د کرونا ویروس پېښې نه وي.

XS
SM
MD
LG