د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

جانسن انډ جانسن کمپنۍ د کرونا ویروس ضد واکسین ازموینه موقتاً ځنډولې


ارشیف
ارشیف

د درمل جوړولو نامتو کمپنۍ جانسن انډ جانسن د کرونا ویروس پر ضد د واکسین کلینیکي ازموینه، د دې څېړنې د یوه ګډونوال د نامعلومې ناروغۍ له کبله په موقتي ډول ځنډولې ده.

د دې امریکایۍ کمپنۍ کاندید واکسین د نړۍ په کچه د 'کووېډ-۱۹' پر ضد د واکسین د جوړولو په هڅو کې مهم ځای لري.

جانسن انډ جانسن په یوه بیان کې چې پرون د اکټوبر په ۱۲مه خپور شو، ویلي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پر ضد د واکسین د جوړولو په مقصد ټولې کلینیکي څېړنې یې د دې ازموینې په یوه ګډونوال کې د ناڅرګندې ناروغۍ د څرګندېدو له کبله په موقتي ډول ځنډولې دي.

دې کمپنۍ ویلي دي، په دې ډول لویو څېړنو کې چې زرګونه کسان‌یې په کلینیکي ازموینو کې ګډون کوي دا ځنډ عادي دی.

XS
SM
MD
LG