د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

ښايي د واکسین تر جوړېدو کرونا ویروس دوه میلیون مړه کړي


ارشیف
ارشیف

د امریکا د الرژۍ او عفوني ناروغیو د انسټېټیوټ وايي، تر هغو چې واکسین جوړېږي ممکن له کرونا ویروسه دوه میلیونه انسانان مړه شي.

دې انسټېټیوټ له خلکو وغوښتل چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي اصول په پام کې ونیسي څو له دې کبله د مړینو شمېر ډېر نه شي.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر یو میلیون ته نژدې کېږي، د امریکا د متحدو ایالتونو د ساري یا خپرېدونکو ناروغی متخصصان د دې وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د هلوځلو د کمېدو پر وړاندې خبرداری ورکوي.

پرون جمعه له خلکو وغوښتل چې بې احتیاطي پای ته ورسوي او تر هغو حوصله وکړي چې څېړونکي واکسین جوړوي.

د الرژۍ او عفوني ناروغیو د انسټېټیوټ ريیس ډاکتر انتوني فاوچي
د الرژۍ او عفوني ناروغیو د انسټېټیوټ ريیس ډاکتر انتوني فاوچي

ده وویل، نه غواړي چې یو وار بیا ټولې چارې په ټپه ودرول شي.

خو که خلک د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تدابیرو ته شا واړوي یو وار بیا به د کرونا مثبتې پېښې اوج ته ورسېږي.

د جان هاپکنز پوهنتون له شمېرو سره سم، د تېر کال په وروستیو کې په چین کې د کرونا ویروس د خپرېدو له وخته تراوسه پورې په نړۍ کې ۳۲ میلیونه او ۴ لکه تنه په دې ویروس اخته شوي او ۹ لکه ۸۵ زره تنه مړه شوي دي.

باور کېږي چې هم په کرونا د اخته کسانو او هم ورڅخه د مړو شویو شمېر تر دې ډېر دی.

د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبیلو ایچ او پرون وویل، د اغېزمن واکسین جوړېدو ته لا میاشتې – میاشتې وخت پاتې دی نو که د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تدابیر زیات نه شي، تر هغو پورې ښايي په دې وبا د مړینو شمېر دوه میلیونه یا تر دې ډېر شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د عاجلو روغتیايي پروګرامونو اجرايي رييس ډاکتر مایک رېن وايي چې د مړینو د شمېر د زیاتېدو مخه نیول کېدای شي.

ده د عفوني ضد یا میکروب ضد موادو او ماسک کارول، د واټن رعایتول، ټیست کول، او قرنطین په شان روغتیايي اصولو خیال ساتل د دې وایرس د خپرېدو د مخنیوي او د مړینو د کمېدو لپاره ضروري وبلل.

XS
SM
MD
LG