د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

د کرونا واکسین وېش په اړه امریکا کې د ناروغیو مخنیوي مرکزونو غوښتنه


د 'کووېډ-۱۹' واکسین
د 'کووېډ-۱۹' واکسین

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو له چارواکو غوښتي چې د نومبر تر لومړۍ نېټې د کرونا ویروس پر ضد د واکسین وېش ته چمتو شي.

دغو مرکزونو له یو شمېر ایالتونو او سیمه‌ییزو حکومتونو غوښتي چې په دې برخه کې اداري خنډونه لیرې کړي.

دا کار هغه اندېښې لا پسې زیاتوي چې د امریکا متحده ایالات د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره د نومبر درېيمې تر ټاکنو وروسته د واکسین د وېش لپاره بېړه کوي.

په ټوله نړۍ کې حکومتونه هیله‌مند دي چې ښايي ژر یو واکسین پيدا او ووېشي څو اقتصادي فعالیتونه بېرته له سره پيل شي.

تر اوسه څه باندې ۲۵ میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس اخته شوي او له اته نیم لکو زیات کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG