خبرونه
روسیه د کرونا ویروس پر ضد جوړ کړی واکسین ویشي
د روسیې د روغتیا وزارت پرون د سېپټېمبر په ۸مه وویل چې د کرونا ویروس پر ضد جوړ کړی واکسین په خلکو باندې ویش ته تیار شوی دی.
روسیې د کرونا ویروس پر ضد د سپوټنیک په نوم واکسین جوړ کړی او ادعا کوي چې د دې ویروس پر ضداغېزمن تمام شوی دی.
خو ډېر ساینس پوهان اندېښنه لري او وایي چې روسیې د دې واکسین د مصئونیت او اغېز په اړه د ازموینې ټول پړاونه نه دي بشپړ کړي.
د رپوټونو پر اساس، په روسیه کې تر یو میلیون زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تر اتلس زره زیات وګړي په دې ناروغۍ مړه شوي دي.
روسي چارواکو ویلي چې په نږدې وخت کې به د دې هېواد لرې پرتو سیمو ته هم د واکسین د لېږدولو بهیر پيل شي.
زیات شمېر ساینس پوهان اندېښنه لري چې روسیه د دې واکسین په تطبیق کې بېړه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران دولتي رسنۍ: تهران له واشنګټن سره د نویو خبرو د پیلیدو پلان نه لري
د ایران دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې تهران دا مهال له متحده ایالاتو سره د نویو خبرو اترو پلان نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري له ایران سره خبرې اترې بیا پیل شي.
د ایران رسمي خبري اژانس "ایرنا" د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي، هغه ایراني پلاوی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو کوم پلان نه لري.
بلخوا، ټرمپ د یکشنبې په ورځ اکسیوس ته وویل، تمه لري له ایران سره خبرې اترې ژر بیا پیل شي. هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې په اوو ورځو کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه یې د تهران وړاندیز رد کړ.
افغانستان د اسیايي لوبو د کرکټ له سیالیو ووت
د افغانستان د کرکټ لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیايي لوبو د نارینه وو د کرکټ له سیالیو څخه بهر شوه.
ټاکل شوې وه افغانستان نن په کوارټر فاینل کې له هند سره مخامخ شي، خو د سخت باران له امله لوبه ترسره نه شوه او لغوه اعلان شوه.
د سیالیو د اصولو له مخې، هند د لوړې درجه بندۍ له کبله نیمه پایلوبې ته لار وموندله او افغانستان له سیالیو ووت.
هند به په نیمه پایلوبه کې د سریلانکا او نیپال ترمنځ د لوبې له ګټونکي سره مخامخ شي.
په نړۍ کې د تیلو بیې بیا لوړې شوې
د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا لوړې شوې او د برنټ اومه تېلو د هر بیرل بیه له ۱۰۷ ډالرو واوښته.
د تېلو بیې وروسته له هغې پورته شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران هغه وړاندیز رد کړ چې د اوو ورځو لپاره د جګړې د درولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه و.
د تېلو بیې د جمعې په ورځ د ایران د وړاندیز له خپرېدو وروسته څه باندې دوه سلنه راټیټې شوې وې، خو د دوشنبې په ورځ بېرته لوړې شوې. د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد یوه مهمه لار ده او د دې لارې بندېدو د تېلو پر نړیوالو بیو فشار زیات کړی دی.
پاکستان د لومړي ځل لپاره فضا ته د خپل ستور مزلي د لېږلو لپاره چمتووالی نیسي
د پاکستان د فضايي ادارې چارواکي وايي، دوه پاکستاني پیلوټان په چین کې روزنه ویني چې له هغوی څخه یو به د دغه هېواد د لومړي ستورمزلي په توګه د چین "تیانګونګ" فضايي تمځي ته واستول شي.
رویټرز خبري آژانس د پاکستان د فضايي ادارې، سوپارکو، د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ذیشان علي او خرم داوود له څو میاشتو راهیسې په پیکینګ کې د چین د فضانوردانو د څېړنې او روزنې په مرکز کې روزنه ویني.
دوی د چینایي ژبې د زده کړې ترڅنګ، د فضايي بېړۍ له سیسټمونو سره د کار، د بې وزنۍ له شرایطو سره د عادت کولو او د توغولو پر مهال د شدید جاذبې د زغملو تمرینونه کوي.
چین تر اوسه نه دي ویلي چې له دغو دوو پیلوټانو څخه به کوم یو فضا ته ځي او ماموریت به کله ترسره کېږي، خو پاکستاني چارواکي وايي، تمه ده وروستۍ پرېکړه د اکټوبر په نیمایي یا وروستیو کې وشي.
ټاکل شوی پاکستاني فضانورد به شاوخوا یوه اوونۍ په تیانګونګ فضايي تمځي کې پاتې شي او هلته به د پاکستان د پوهنتونونو له خوا وړاندیز شوې یو شمېر علمي تجربې ترسره کړي.
دا به لومړی ځل وي چې چین خپل فضايي تمځي ته یو بهرنی ستورمزلی لېږدوي.
د پاکستان او چین فضايي همکاري په وروستیو کلونو کې پراخه شوې ده. ټاکل شوې د پاکستان له خوا جوړه شوې د سپوږمکۍ یوه وسیله یا "روور" هم د ۲۰۲۸ کال په شاوخوا کې د چین د "چانګاې ۸" ماموریت په ترڅ کې سپوږمۍ ته ولېږدول شي.
ټرمپ: له ایران سره خبرې ښايي راتلونکې اوونۍ بیا پیل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، تمه لري چې له ایران سره خبرې اترې په راتلونکې اوونۍ کې بیا پیل شي.
ټرمپ د سپټمبر پر ۲۷مه له اکسیوس سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل، ایران غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، خو هغه وړاندیز چې تهران کړی، د ده لپاره د منلو وړ نه دی.
ټرمپ د سپټمبر پر ۲۵مه د ایران هغه وړاندیز رد کړی و چې له مخې یې د هرمز تنګی بېرته پرانیستل کېده.
اکسیوس د خبرو له بهیر څخه د باخبره سرچینو په حواله ویلي چې ښايي د قطر په منځګړیتوب د واشنګټن او تهران ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د سپټمبر پر ۲۸مه بیا پیل شي.
د هند د کرکټ لوبډلمشر: افغانستان او بله هیڅ ډله باید کمزورې ونه ګڼل شي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د دوشنبې په ورځ د آسیايي لوبو د نارینه وو د کرکټ په کوارټر فاینل کې له هند سره مخامخ شي.
دا لوبه د کابل په وخت د سهار په نهه نیمې بجې پیلېږي.
د هند لوبډلمشر شریاس ایر د دې مهمې لوبې په درشل کې ویلي چې افغانستان او هېڅ بله لوبډله باید کمزورې ونه ګڼل شي. هغه وویل، له جاپان سره د هند وروستۍ سختې لوبې وښوده چې په روانو سیالیو کې د هرې لوبډلې پر وړاندې باید پوره چمتووالی ونیول شي.
افغانستان، نیپال، مالیزیا او هانګ کانګ د مقدماتي پړاو له سیالیو وروسته کوارټر فاینل ته رسېدلي، خو هند، پاکستان، بنګله دېش او سریلانکا د مخکښو لوبډلو په توګه مستقیماً د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار موندلې ده.
د افغانستان او هند د دوشنبې ورځې د لوبې ګټونکې لوبډله به د اسیايي لوبو نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
ټرمپ: د هرمز له تنګي مو د تیلو لیږد بیسارې کچې ته رسولی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هرمز له تنګي څخه د تېلو لېږد بې ساري کچې ته رسېدلی او ان له ایران سره د جګړې تر پیل مخکې وخت په پرتله هم زیات شوی دی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، تېره شپه له هرمز تنګي څخه د تېلو د لېږد نوی ریکارډ جوړ شو. خو هغه ونه ویل چې په دقیق ډول څومره تېل له دې مهمې سمندري لارې تېر شوي دي.
تېره اوونۍ د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سنټکام ویلي وو چې د امریکا پوځ په وروستیو میاشتو کې له هرمز تنګي څخه له ایران پرته د خلیج د هېوادونو د شاوخوا یو میلیارډ بېرله تېلو په تېرېدو کې مرسته کړې ده.
عراقچي: تر اوسه یې د خپلې طرحې په اړه د امریکا رسمي ځواب ندی ترلاسه کړی
ایران د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له امریکا او اسرائیل سره یې روانه شخړه یوازې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي. دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د ایران وړاندیز رد کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خواله رسنیو کې لیکلي: "زموږ شرایط روښانه دي او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره هر ډول اقدام د دغو شرایطو په پوره کېدو پورې تړلی دی." له دې مخکې عراقچي په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي و چې ایران د قطر لارې امریکا ته " یوه مشخصه اووه ورځنۍ طرحه " وړاندې کړې ده.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "هغوی غواړي ژر تر ژره د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره موافقه وکړي، ځکه وضعیت یې ډېر خراب دی."
خو عراقچي وویل، د ټرمپ له عامه څرګندونو سره سره، تراوسه منځګړو ورته په رسمي ډول نه دي ویلي چې امریکا دغه طرحه رد کړې ده.
د هغه په خبره د امریکا وروستي او قطعي رسمي دریځ ته منتظر دي او بیا به یې پراساس پرېکړه وکړي.
اوکرایني چارواکي د روسیې په تازه بریدونو کې د لږترلږه درې کسانو د وژل کیدو خبر ورکوي
د اوکراین چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد پر بېلابېلو ښارونو د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، په شمالي سومي ښار کې د کورنیو د ملاتړ یوه مرکز ته نږدې هدایت شوي درې بمونه لګېدلي چې په نتیجه کې یې دوه کسان وژل شوي دي. په خارکیف ښار کې بیا یوې بې پیلوټه الوتکې پر یوه موټر برید کړی او چلوونکی یې وژلی دی.
د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، یوې بې پیلوټه الوتکې د استوګنې یوه لوړپوړې ودانۍ په نښه کړې وه چې له امله په ودانۍ اورلګیدلی او یو کس یې ټپي کړی دی. د کییف په څو نورو سیمو کې هم د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله زیانونه اوښتي، خو د نورو مرګ ژوبلو راپور نه دی ورکړل شوی. چارواکو همدارنګه ویلي چې روسیه اوس ډیرځلې د ورځې له خوا هم بریدونه ترسره کوي.
د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړې چې د نورستان په کامدیش کې يې د خپلو مخالفو وسله والو ۲۸ غړي وژلي
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ادعا کړې چې د پاکستاني ملیشو په ملاتړ څو وسله والې ډلې چې دوی داعش او نورې مخالفې ډلې بللي د ناامنیو لپاره نورستان ته اوښتي وې.
دغه وزارت په یوه بیان کې نن یکشنبه ادعا کړې چې طالب ځواکونو له خوا په ځوابي عملیاتو کې ۲۸ تنه ووژل شول او ۳۲ تنه نور ژوندي ونیول شول.
په دغه بیان کې دا هم راغلي چې اکثر دا کسان پخواني افغان پوځیان وو چې پاکستان ته له تګ وروسته هلته د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې آی اس آی له خوا روزل شوي او نورستان ته استول شوي وو.
پرون شنبه د طالبانو یوې مخالفې ډلې (د افغانستان د خپلواکۍ جبهې)ادعا وکړه چې د نورستان په کامدیش کې یې له طالبانو سره جګړه کړې او طالب ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
خپلواکو سرچینو تراوسه نورستان کې د شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی.
د افغانستان په خیتځ کې د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو مسولانو له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې د هغو کسانو شمېر شاوخوا ۴ سوه بللی چې افغانستان ته یې د ننوتلو هڅه کړې.
د پاکستان حکومت تراوسه د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
په تیره جولای میاشت کې هم د طالبانو د همدغې مخالفې جبهې وسله وال د پاکستان له خاورې د بدخشان زیباک ولسوالۍ ته را اوښتي او هلته له طالب ځواکونو سره په جګړه اوښتني وو.