د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

د کویډ۱۹ د دوهمې څپې خپرېدوله ویرې ځینو اروپايي هېوادو محدویتونه اعلان کړل


ارشیف
ارشیف

یو شمېر اروپایي هېوادونو په خپلو لویو ښارونو کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې د اندېښنو په لړ کې نوي محدودیتونه اعلان کړل.

دا محدودیتونه د سېپټېمبر پر ۱۸ داسې مهال اعلان شوي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې تر راتلونکي اپرېل پورې به د کویډ ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د هر امریکایي لپاره کافي واکسین ولري.

په ټوله نړۍ کې څه باندې دېرش میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي، ۹۵۰ زره کسان له همدې ناروغۍ مړه شوي دي.

که څه هم ګمان کېږي چې ریښتونې شمېرې ښایي تر دې ډېرې وي خو په اروپا کې له ډنمارک او هالنډ څخه بیا په جنوب کې تر یونان پورې د کرونا ویروس د خورېدو د کنټرول لپاره نوي محدودیتونه اعلان کړل.

د روغتیا نړیوال سازمان مسئولینو پرون ویلي چې هره اونۍ د نړۍ په سطح د کرونا ویروس دوه میلیونه نوي پېښې زیاتې شوي او له څلویښتو تر پنځوسو زرو پورې له دې ناروغۍ څخه مري.

XS
SM
MD
LG