د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

کرونا په نړۍ کې د روغتیا پرمختګ ټکنی کړی


 په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۹ میلیونو اوښتی
په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۹ میلیونو اوښتی

یو تازه راپور وايي، د کرونا ویروس وبا په نړۍ کې د روغتیا پرمختګ ټکنی کړی او په میلیونونو انسانان‌یې د وژونکو ناروغیو او بې‌وزلۍ له خطر سره مخامخ کړي دي.

د بېل او ملېنډا ګېټس د بنسټ د ننني راپور په حواله، د کرونا وبا له کبله شدیده بې‌وزلي ۷ سلنه زیاته شوې او د واکسین ورځنی پوښښ هغه حد ته راکم شوی چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې و.

مخکښ بشرپال او د دغه بنسټ یوه مشر بېل ګېټس چې د نړیوالې روغتیا د پرمختګ په هڅو کې ونډه لري وویل: "دا یو لوی شاتګ دی."

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۹ میلیونو اوښتی، له دې ډلې تر ۲۱ میلیونو زیات کسان روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG