د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

روسي ساینس‌پوهان د کرونا ویروس واکسین لومړنۍ ازموینې د ډاډ وړ بولي


روسیه کې د کرونا ویروس ضد واکسین
روسیه کې د کرونا ویروس ضد واکسین

روسي ساینس‌پوهانو د کرونا ویروس پر وړاندې د سپوتنیک وي واکسین د لومړنیو ازموینو پایلې د ډاډ وړ ښودلې دي.

دغه پایلې چې د روسیې د حکومت له‌خوا په اګسټ میاشت کې تأیید شوې وې د سپټمبر پر ۴مه د بریتانیا په روغتیا ژورنال کې خپرې شوې او په‌کې راغلي چې دغه واکسین په لومړنیو ازموینو کې ښودلې چې د انسان په بدن کې له کوم خطر پرته دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

د روسیې حکومت د اګسټ پر ۱۱مه په لومړي ځل په کور دننه ازموینو وروسته د یاد واکسین د اغېزمنتیا ډاډ ورکړی وو، خو ورسره د ځینو ساینس‌پوهانو له‌خوا داسې اندېښنې راپورته شوې چې روسیه د خوندیتوب معیارونو پرته د واکسین په ازموینې بېړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG