د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

بریتانیا کې د کرونا ویروس د یوه پرمختللي واکسین آزمیښت بیا پیلېږي


آرشیف
آرشیف

په بریتانیا کې د کرونا ویروس د یوه پرمختللي واکسین آزمیښت نن بیا پیلېږي.

دغه آزمیښت تېره اونۍ وروسته له دې وځنډول شو چې د آزمیښت یو برخه وال په یوې ناروغې اخته شو.

  • د کرونا ویروس د واکسین جوړولو هڅې چیرته رسېدلي دي؟
  • آزمیښت ولې ځڼدول شوی او جزئیات څه دي؟
  • نورواکسینونه هم سته چي کار پری روان وی ؟

دغه آزمیښت د آسټرازینیکا د درمل جوړونکې کمپنۍ او د آکسفور پوهنتون لخوا ترسره کېږي.

برتانوي چارواکو دآزمیښت د بیا پیل اجازه ورکړې ده.

آسټرازینیکا کمپنۍ دا هم وايي چې ددغه واکسین آزمیښت په برازیل کې سبا پيلوي او هلته یی هم اجازه ترلاسه کړې ده.

د بریتانیې روغتیا وزیر مات هانکوک د آزمیښت د بیا پیل هرکلی وکړ او خپل ټویټ کې یې وویل: "دا د هرچا لپاره ښه خبر دی."

د بریتانیې روغتیا وزیر مات هانکوک
د بریتانیې روغتیا وزیر مات هانکوک

آسټرازینیکا کمپنۍ د تيرې سې شنبې په ورځ د دغه واکسین آزمیښت وروسته تر دې وځنډاوه چې یو تن د هغو کسانو چې په داوطلبانه توګه یې دغه آزمیښت کې برخه اخیستې ناروغ شو.

د آکسفورد پوهنتون ځکه د دغې ناروغۍ په هکله توضیحات ورنه کړل چې په آزمیښت کې د برخه اخیستونکوو معلومات محرم ساتل کېږي.

خو د آسټرازینیکا کمپنۍ یو ویاند د اونۍ په پیل کې وویل چې یوې برتانوۍ ښځې شدید عصبي اعراض څرګند کړل او له دې کبله آزمیښت وځنډول شو.

د آکسفورد پوهنتون وویل په دغه ډول پراخو آزمیښتونو کې امکان لري ځینې برخه وال ناروغه شي او هرحالت باید په دقت او احتیاط وڅېړل شي ترڅو د مصئونیت ډ‌اډ ترلاسه شي.

آرشیف
آرشیف

د نړیوالې روغتیا سازمان ویلي دي چې د آزمیښت ځنډ‌ول باید دې ویښتیا یوه علامه په دې معنی وګڼل شي چې د واکسین جوړول لوړې ژورې لري.

د آسټرازینیکا دغه واکسین چې ورباندې کار کوي د نړۍ په سطحه د هغو نهو واکسینونو څخه یو دی چې د آزمیښت درېیم پړاو ته رسېدلي دي.

دغه کمپنۍ وايي چې تراوسه يې په نړۍ کې اتلسو زرو کسانو ته دغه واکسین ورکړی دی.

هغه کسان چې په دغه آزمیښت کی داوطلبانه برخه اخلي د بریتانیا، برازیل، جنوبي افریقا او د امریکا د متحدو ایالاتو څخه دي چې دغه هېوادونه د کرونا وبا د نړۍ په سطحه سخت ځپلي دي.

په جاپان او روسیه کې هم دغه آزمیښت ترسره کېږي.

د دغو واکسینو آزمیښت په داسې حال کې جریان لري چې د جانز هاپکنز د احصائي په اساس د کرونا ویروس د مړو شمیر په نړۍ کې ۹۱۹ زرو کسانو او د اخته کسانو شمېر اته ویشت میلیونه او شپږلکو کسانو ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG