بریتانیا وايي، په یوه ورځ یې د کرونا ویروس نږدې ۳۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړي، چې دا له مې میاشتې تر ټولو لوړ شمېر دی.
له دې سره د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په بریتانیا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳ لکه ۴۶ زره او ۵۱۳ ته ورسېدې.
په بریتانیا کې د کرونا ویروس له امه د مړو شمېر تر ۴۱زرو او ۶۰۰ زیات دی.
په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷ میلیونو ته نږدې شوی دی.