د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

کویډ۱۹ ځپلو څلورو هېوادونو نوي تدابیر اعلان کړل


ارشیف
ارشیف

هغه هیوادونو چې د کرونا وبا زیات ځپلي، د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې نوي تدابیر اعلان کړل.

په دې هېوادونو کې امریکا متحده ایالتونه، بریتانیا، فرانسه او اسپانیا شامل دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت له خپلو سرحدي بندرونو څخه کاناډا او مکسیکو ته پر غیرې ضروري سفرونه بندیز د سېپټېمبر تر ۲۱ مې نېټې پورې تمدید کړ.

همدارنګه یو شمېر نورو هېوادونو هم یو لړ نوي تدابیر اعلان کړي او یا یې پخواني هغه تمدید کړي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې نژدې یو ویشت میلیونو کسانو ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG