د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

'د کرونا ویروس د چټکې خپرېدا د مخنیوي هڅې کمزورې شوي'


ارشیف
ارشیف

په امریکا کې د عفوني ناروغیو یوه لوړپوړي متخصص خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس د چټکې خپرېدا د مخنیوي هڅې د ستړیا له کبله کمزورې شوې دي.

داکتر انتوني فاوچي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د مړو شویو شمېر نږدې یو میلیون کسانو ته رسېدلی.

فاوچي چې د عفوني ناروغیو او حساسیت د ملي انسټټیوت مشر هم دی، د سپټمبر په ۲۵مه، وویل چې دغه وبا به پای ته رسېږي، خو له خلکو یې وغوښتل چې واکسین ته‌یې باید حوصله وکړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې تر اوسه ۳۲،۴ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG