د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

ټوله نړۍ کې د کویډ-۱۹ له امله د مړو شویو شمېر له یو میلیونو واوښت


روسیه کې د کرونا ویروس له امله د مړي شوي کس مړی د لېږدولو پرمهال لیدل کېږي.
روسیه کې د کرونا ویروس له امله د مړي شوي کس مړی د لېږدولو پرمهال لیدل کېږي.

د کرونا ویروس له امله په ټوله نړۍ کې د مړو شویو خلکو شمېر له یو میلیونو واوښت.

د دې وبا له لاسه د مړو شویو انسانانو شمېر داسې وخت دې برید ته رسېدلی چې په بېلابېلو هېوادونو کې یو وار بیا په کویډ-۱۹ د اخته خلکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

کرونا وُبا چې له هره پلوه یې ۲۰۲۰ کال وځاپه تر دې دمه د څه باندې یو میلیونو انسانانو ژوند اخیستی.

د دې وُبا له لاسه چې د نړۍ هر ګوټ ته خوره شوې د مړو شمېر پرون وروسته له هغه له دې بریده واوښت چې په هند کې د مړو شمېر له پنځه نوي زرو انسانانو پورته ولاړ.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د کویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شمېر یو میلیون او اتلس سوو ته پورته شوی او پرې د اخته انسانانو شمېر له ۳۳ میلیون او درې سوه او دوه شپېتو زرو پورته تللی.

دا شمېر شېبه په شېبه مخ پورته روان دی ځکه د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د کرونا وُبا له لاسه نوې مړینې او مثبتې پېښې ثبتېږي.

امریکا د نړۍ تر بل هر هېواد زیاتې مثبتې پېښې لري.

په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر هلته له اوه میلیونو اوښتی حال دا چې د مړینو شمېر یې هم د ټولې نړۍ نږدې څلورمه برخه جوړوي یعنې له دوه لکه او پنځه زرو زیات کسان په کې مړه شوي.

دېخوا په اسیا کې بیا هند د هغو هېوادونو په سر کې دی چې په کرونا ویروس ګڼ انسانان اخته شوي او ساه یې ورکړې ده.

هلته تر دې دمه له شپږو میلیونو زیات کسان په کرونا اخته شوي او له ډله یې له ۹۶ زرو زیاتو انسانانو خپل ژوند بایللی.

که د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر هلته همداسې پر ځای وي ښايي راتلونکې میاشت هند له امریکا مخکې ولاړه شي.

روسیې بیا د تېرو څو میاشتو په مقایسه د ډېرو مثبتو پېښو خبر ورکړ.

هلته یواځې پرون په کرونا ویروس له اتو زرو د زیاتو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی.

دغه هېواد تر ټولو مخکې د کویډ-۱۹ واکسین جوړ او د تطبیق هڅې یې وکړې خو بیا هم د دې وُبا په مهار کې پاتې راغلی دی.

ویلي که څه هم نه غواړي بیا محدودیتونه ولګوي خو د کرونا وُبا په وړاندې مبارزه د ټولو په ګډ کار تړلې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

کرونا ویروس د ۲۰۱۹ کال په ډسېمبر کې د چین په ووهان ښار کې ثبت شو چې د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د یوې وُبا (پانډمۍ) په توګه اعلان شو.

دا نو هغه وخت و چې ویروس د نړۍ اکثرو هېوادونو ته رسېدلی و.

سره له دې چې د نړۍ ګڼ پرمختللي هېوادونه له هغې ډلې امریکا او جرمني د کرونا ویروس د واکسین په جوړولو لګیا دي او د تطبیق لپاره یې چمتووالی نیسي خو کرونا هره ورځ په ټوله نړۍ کې د لږ تر لږه پنځه زره کسانو ژوند اخلي.

XS
SM
MD
LG