د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

افغانستان کې په کرونا ویروس د ډېرو کسانو د اخته کېدو خبرداری ورکړل شو


کابل
کابل

د افغانستان عامې روغتیا وزارت پر کرونا ویروس د ډېرو کسانو د احتمالي اخته کېدو خبرداری ورکوي.

دغه وزارت وايي که څه هم پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په کمېدو دی خو که خلک روعتیايي سپارښتنې په پام کې ونه‌نیسي، کېدای شي د ناروغانو دغه شمېرې لوړې شي.

د دغه وزارت مرستیال ویاندې معصومه جعفري د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۹» ازادي رادیو ته وویل، په هېواد کې د کرونا ویروس بحران پای ته نه‌دی رسېدلی او خلک باید روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

مېرمن جعفري زیاته کړه: "په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو وضعیت، د عامې روغتیا وزارت ثبت شویو شمېرو ته په کتو، کمزوری شوی، خو د ډېرو کسانو د اخته کېدو احتمال پرې اوس هم شته. په تېره دا چې لوی اختر په مخ کې دی. موږ په کمکي اختر کې په ناڅاپي توګه په دغه ویروس د ډېرو کسانو د اخته کېدو شاهدان وو، نو د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي چې د اخته کسانو د شمېر د ډېروالي مخه ونیول شي."

په افغان-چاپان روغتون کې په کرونا اخته شوی ناروغ
په افغان-چاپان روغتون کې په کرونا اخته شوی ناروغ

اغلې جعفري وايي، د کرونا ویروس لومړی پړاو لا ختم نه‌دی او کله چې پر 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر په سلکو کې له ۵ کم نه‌شي، نه‌شو ویلی چې لومړی پړاو ختم شو.

د مېرمن جعفري په خبره د 'کووېډ-۱۹' دوهم پړاو په ژمي کې دی.

په ورته وخت کې هغه کسان چې له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ رغېدلي ټینګار کوي چې خلک باید روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي چې پر دغې ناروغۍ د بیا اخته کېدو مخه ونیول شي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد فهیم چې دغه ناروغي یې تېره کړې وايي: "شااوخوا میاشت مخکې زموږ د کورنۍ ټول غړي پر کرونا ویروس اخته شول. سختې ورځې مو تېرې کړې، اوس مې له ټولو همکارانو هیله ده چې د کرونا ویروس پر وړاندې بې‌پروايي ونه‌کړي او ټولې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي."

په افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې پر مهال
په افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې پر مهال

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۴ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

چارواکي وايي، په دغه موده کې له دې ویروس نه ۱۷ کسان مړه او ۳۶۱ رغېدلي دي.

په دې سره په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ټول رسمي شمېر ۳۵ زره ۴۸۳ کسانو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG