د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

مسؤلین: سږکال تر اکتوبره د هېواد په ختیځ او جنوب کې د پولیو ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوي


په پولیو ناروغۍ د یوې اخته افغانې ماشومې انځور
په پولیو ناروغۍ د یوې اخته افغانې ماشومې انځور

د پولیو یا د ماشومانو د فلج د مخنیوي نړیواله ورځ په کابل کې ونمانځل شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روان میلادي کال د اکتوبر تر میاشتې د هېواد په ختیځو او جنوبي سیمو کې د پولیو ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په کابل کې د عامې روغتیا وزارت مرستیالې زیور د پولیو یا د ماشومانو د فلج د ختمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې وویل، د پولیو اته پېښې په ارزګان، ۵ په هلمند، ۳ په کندهار، یوه په پکتیکا، یوه په کونړ او یوه پېښه په ننګرهار ولایت کې ثبت شوي دي.

ارشیف، په پولیو د یوې اخته افغانې ماشومې انځور
ارشیف، په پولیو د یوې اخته افغانې ماشومې انځور

مېرمن زیور وویل، دا چې د پولیو له واکسینه ګڼ ماشومان بې برخې شوي، عمده لامل یې ناامني ده.

دې له ټولو خواو وغوښتل چې د پولیو د واکسینونو د پلي کېدو مخه ونه نیسي.

دې وویل: "پولیو یو بې پرې پروګرام دی، موږ له مخالفینو او خلکو غواړو چې د فلج پر ناروغۍ د ماشومانو د نه اخته کېدو په خاطر دغه پروګرام سیاسي نه کړي او اجازه ورکړي چې په دې کمپاین کې برخه واخلو او اجرآت وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د کلتوی برخې د معلوماتو له مخې، د تېرې میاشتې د پولیو د کمپاین له پلي کېدو وروسته معلومه شوه چې په افغانستان کې له پنځه کالو کم عمره اته سوه زره ماشومان له واکسینه پاتې شول.

په ټوله نړۍ کې یوازې پاکستان او افغانستان او په تېره د افغانستان جنوبي ولایتونه چې پاکستان ته څېرمه پراته دي، د پولیو مثبتې پېښې په کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وویل، پاکستان د پولیو د ۷۵ پېښو په لرلو سره په سلو کې اتیا او افغانستان د ۱۹ پېښو په لرلو سره د پولیو ۲۰ فیصده جوړوی.

د دغه وزارت مسؤلین وايي، هڅه کوي چې د دیني عالمانو، سپین ږیرو او د ناامنو سیمو د اوسېدونکو په مرسته د پولیو د واکسین پلي کېدو ته زمینې برابرې شي چې دغه ناروغي له منځه لاړه شي.

مخکې له دې د هلمند والي یاسین خان ازادي راډیو ته ویلی وو چې وسله والو مخالفینو په دغه ولایت کې اجازه ورکړې چې ماشومان دې یوازې په کلینیکونو کې واکسین شي، خو موږ هڅه کوو چې کور په کور پلی شي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سازمان د پولیو د برخې مسؤل په افغانستان کې د پولیو د ختمولو په اړه د یاد سازمان په استازیتوب د مرستې ژمنه وکړه.

د دغه سازمان د پولیو د پروګرام عمومي امر ډاکتر ودود زبیر مفتي په کابل کې د پولیو د ختمولو د نړیوالې ورځې یه نمانځغونډه کې وویل: "ډېره ضروري ده چې یو ځل بیا خپله ژمنه تازه او اراده بیان کړو چې د پولیو ختمول ممکن دي، ټولې نړۍ پولیو له منځه وړې او د افغانستان ډېرې برخې هم له پولیو پاکې دي او کومې سیمې چې پولیو په کې ده، هغه هم ختموو."

په ورته وخت کې د یونیسف یا د ماشومانو د ژغورنې د پولیو د برخې مسؤلې لورانس د پولیو د ختمولو په برخه کې له افعانستان سره په خپلو مرستو ټینګار وکړ.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د پولیو د ناروغۍ پرضد د مبارزې بنسټ په ۱۹۸۸ میلادي کال کې په داسې حال کې جوړ شو چې هغه مهال هر کال د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو درې سوه پنځوس زره ماشومان په دغې ناروغۍ اخته کېدل.

خو اوس افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې د پولیو څه کم سل پېښې لري او ملي او نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې دغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG