د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

یونیسېف د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څلور زره ټولګي جوړوي


په هرات کې یو د ماشومانو یو ټولګی
په هرات کې یو د ماشومانو یو ټولګی

د یونیسېف او طالبانو تر دوو کلنو خبرو وروسته بلآخره د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د درسي ټولګیو په جوړولو موافقه شوې ده.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یونیسېف وايي، دا ټولګي د هغو سیمو لپاره دي چې لاسرسی ورته اسانه نه دی او ګڼ ماشومان په کې له زده کړو بې برخې دي.

په کابل کې د یونیسېف ادارې د اړیکو او ولسي مشارکت د څانګې مشرې سم مورټ ازادي راډیو ته د دې موافقې په اړه وویل"له طالبانو سره یونیسېف موافقه کړې چې څلور زره دا د ټولنې پر بنسټ صنفونه یا (community-based education ) صنفونه جوړ کړي. دا مکتبونه نه دي. ټولګي دي. د خلکو په کورونو کې هم دایریږي. له ۴۰۰۰ داسې صنفونو چې زموږ په پلان کې دي ۶۸۰ یې فعاله شوي. دا صنفونه په هلمند، کندهار، ارزګان او فاریاب کې دي. موږ د دغو ۴۰۰۰ صنفونو له لارې غواړو یو لک تر یو لک او څلوېښت زره ماشومان تر پوښښ لاندې راولو."

سم مورټ وویل، دا درسي ټولګي د افغانستان په درسي نصاب برابر دایریږي.

د یونیسېف د راپورونو په اساس درې میلیونه او اووه لکه افغان ماشومان له تعلیمه بې برخې دي.

په لښکرګاه کې افغان زده کوونکي
په لښکرګاه کې افغان زده کوونکي

د دې محرومیت تر ټولو لوی عامل نا امني او مخ په زیاتیدونکی تاوتریخوالی دی او ورپسې طبیعي پېښې، بې وزلي هم له تعلیم د ماشومانو د پاتې کېدو له مهمو عواملو یادیږي.

سم مورټ وویل، له تعلیم د محرومو ماشومانو شپېته فیصده نجونې دي.

له تعلیمه د نجونو د محرومېدو یو لوی عامل بیا ناسم دودونه او کورني محدودیتونه هم یاد شوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو د ازادي راډیو له اړیکو سربېره د طالبانو او یونیسېف د تړون په اړه څه ونه ویل.

د طالبانو سیاسي دفتر هم له یونیسېف سره د تړون په اړه څه تبصره نه ده کړې.

په کابل کې د یونیسېف د دفتر د اړیکو مشره اغلې مورټ وايي، له طالبانو سره د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د ټولګیو په جوړولو باندې له ډېره وخته خبرې روانې وې.

نوموړې وايي: "خبرو دوام درلود په تېره بیا په دې وروستیو کې په دوحه کې په لوړه کچه خبرې وشوې. خبرې په دې څرخېدې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ټولنې نور څه خدمات غواړي. په نهایت کې ، طالبانو یونیسېف ته وویل، 'تاسو ولې زموږ ماشومانو ته یوازې د پولیو د واکسین دوه څاڅکي ورکوئ؟ ولې موږ د خپلو ماشومانو لپاره ستاسو نور خدمات نه شو لرلای؟ همدا لامل شو چې بحثونه وشي. زموږ په نورو خدمتونو کې د څښاک اوبه او د حفظ الصحې د سیسټمونو جوړول په تېره بیا د کوویډ-۱۹ وبا پر مهال او هم دا چې هر ماشوم وکولای شي تعلیم ته لاسرسی ولري شامل دي."

یونیسېف نیوکه کوي چې په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې اصلي لوبغاړو د ماشومانو د ساتنې په اړه خپله اصلي دنده نه ده ترسره کړې.

د تعلیم حق لا لېرې ان د ماشومانو ژوند هم روان تاوتریخوالي تر بل هر چا ډېر ګواښلی.

په تر ټولو تازه پېښه کې چې یوه بمي چاودنه وه د جمعې په ورځ په غزني کې ۱۵ ماشومان ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس چې د یونیسېف په راپور کې ورته اشاره شوې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ شاوخوا شپږنیم زره افغان ماشومان وژل شوي او پنځلس زره نور ټپیان دي.

د ماشومانو د مرګ ژوبلې دې لوړې کچې افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو لپاره په یوه وژونکې سیمه بدل کړی.

XS
SM
MD
LG