د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

ولسمشر غني پولیو سره د مبارزې په اړه له "بېل ګېټس" سره خبرې وکړې


ولسمشر غني د ويډيو کنفراس له لارې له بېل ګېټس سره پر پوليو خبرې وکړې.
ولسمشر غني د ويډيو کنفراس له لارې له بېل ګېټس سره پر پوليو خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشر د نړۍ له وتلي بشرپال، ميلیاردر د مایکروسافت شرکت، د بېل او ملینډا ګېټس بنسټ موسس بېل ګېټس سره د ګوزڼ په وړاندې پر اغېزناکه مبارزه خبرې وکړې.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په پام کې لرل د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین په هغه پنځه ورځني کمپاین کې چې د مرغومي یا جدي پر ۲۹مه پیل شو، نږدې لس ملیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي واکسین کړي.

خو وزارت وايي په غور، بامیان او دایکنډي ولایتونو کې د سړې هوا او د جنوبي ولایتو تر څنګ دا وار په میدان وردګ، غزني او پکتیا کې هم د طالبانو د ګواښ له کبله په ټوله کې نږدې درې نیم ملیونه ماشومان له واکسین نه بې برخې پاتې شول.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه واکسین د کمپاینونو پر لا موثریت د نړۍ له پېژندل شوي بشرپال او ميلیاردر د ملینډا ګېټس موسس ښاغلي بېل ګېټس سره انلاین خبرې وکړې.

بېل ګېټس د ګېټس او ملینډا ګېټس فونډېشن په نوم یو بنسټ هم لري چې د نورو خیریه چارو تر څنګ د ګوزڼ پرضد د مبارزې په هڅو کې هم ونډه لري.

دوا خان مينه پال
دوا خان مينه پال

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د ولسمشر غني د پرونیو خبرو په اړه وویل: "دواړو لوریو اندېښنه څرګنده کړه، چې تېر میلادي کال په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې څو برابره زیاتې وې. ځکه طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د پولیو واکسین کارکوونکو ته اجازه نه ورکوله. د پولیو واکسین د تطبیق په بهیر کې د اصلاحاتو راوستلو او امکاناتو پر زیاتوالي هم بحث وشو."

په ۲۰۲۰م کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې دا له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل شوی دی.

دا لا معلومه نه ده په ۲۰۲۱م کال کې چې لا یې لومړۍ میاشت په ختمېدو ده په افغانستان کې د ګوزڼ څو مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په کندهار کې د پوليو ضد واکسین کمپاين. January 26, 2021
په کندهار کې د پوليو ضد واکسین کمپاين. January 26, 2021

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته ویلي، چې دوی مخکې په څلورو ولایتونو: هلمند، کندهار، ارزګان او زابل کې د کور پر کور واکسین مخه ځکه نیولې وه، چې د هغه په خبره له دغه کمپاین څخه په استخباراتي فعالیتونو کې هم استفاده کېدله.

خو طالبانو تېره اوونۍ ویلي وو، چې دوی د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین له عملي کېدو سره مرستې ته تیار دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ځینو استازو تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره هم د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق پر لارو چارو خبرې کړې وې.

د روغتیا وزارت یوه ویاند نور الله تره کي ازادۍ راډیو ته ویلي، چې په ډسمبر میاشت کې هم نږدې ۳ ملیونه ماشومان له واکسین نه بې برخې پاتې شوي، چې دا دی د روانې میاشتې په کمپاین کې هم درې نیم میلیونه ماشومان له دغه واکسینه بې برخې پاتې شول، چې دې مسئلې د ګوزڼ د مثبتو پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنې ولاړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG