د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

تېر کال کندهار کې د پولیو پېښې ولې زیاتې وې؟


په کندهار کې یو ماشوم ته د کوزڼ ضد واکسین د تطبیق انځور
په کندهار کې یو ماشوم ته د کوزڼ ضد واکسین د تطبیق انځور

کندهار کې تېر کال د خلکو د نه‌همکارۍ له امله د پوليو پېښې زياتې وې.

کندهار په تېر ۲۰۱۸ کال کې د پولیو پلازمېنه وبلل شوه او په‌دغه ولایت کې د پوليو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې يې ساری نه‌وو.

د کندهار د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت د پروګرام مشر ډاکتر عبدالشکور نصرت ازادي راډیو ته وویل چې کور په کور د واکسين پر تطبيق د وسله‌والو د بنديز، د خلکو او دولتي ادارو د نه‌همکارۍ او په کندهار مرکزي پاتاو کې د پوليو د ويروس د شتون له امله تېر کال دې ولایت کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ډېر وو.

د کندهار د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت د پروګرام مشر ډاکتر عبدالشکور نصرت
د کندهار د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت د پروګرام مشر ډاکتر عبدالشکور نصرت

نوموړي زیاته کړه:

"د عامې روغتیا ریاست یوازې نه‌شي کولای چې دې ناروغۍ ته د پای ټکی کېږدي، بلکې نور ارګانونه هم باید لاس په لاس کار ورسره وکړي، زموږ د اوبو نمونې تر اوسه مثبت راځي، مثلاً مرکزي پاتاو او د دوهمې ناحيې خندق‌يې بېلګې دي."

کندهار په تېر ۲۰۱۸ کال کې د پولیو پلازمېنه وبلل شوه.

ښاغلی نصرت وایي، ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسين عملي کولو تګ‌لارو کې د داسې یوې کمېټې جوړول هم شامل دي چې په مټ به‌یې تر رد شویو ماشومانو پورې د پوليو څاڅکي رسېږي.

د کندهار اوسېدونکي بيا د ګوزڼ ناروغۍ د له‌منځه وړلو په برخه کې د ديني عالمانو، قومي مخورو او کورنيو مشرانو د مرستې غوښتنه کوي.

په کندهار کې یو ماشوم ته د کوزڼ ضد واکسین د تطبیق انځور
په کندهار کې یو ماشوم ته د کوزڼ ضد واکسین د تطبیق انځور

حکمت صلحي د کندهار اوسېدونکی وايي:

"د خلکو، دیني عالمانو او وسله‌والو طالبانو څخه هیله لرو چې په خپلو سیمو کې د پولیو د واکسین د ټیمونو سره مرسته وکړئ، ځکه پولیو داسې یو مرض دی چې د هغه علاج د طبي نظره ناممکن دی."

پوليو دايمي ويروسي ناروغي ده چې له يوه ماشومه بل ته په ډېرې اسانۍ سره انتقالېږي، د روغتيا پالانو په وينا د دې ناروغۍ د مخنيوي يوازنۍ وسيله د ګوزڼ ضد واکسين دی.

تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ د ټولو ثبت شویو پېښو شمېره ۲۱ ته ورسېده.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG