د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د هند له‌خوا د کرونا ضد مرسته شوي واکسین کابل ته راورسېدل


کابل ته د هند له لوري استول شوي واکسین
کابل ته د هند له لوري استول شوي واکسین

د هند له‌خوا د کرونا ضد پنځه لکه دوزه واکسین کابل ته ورسېدل.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اس. جې شنکر په خپل ټویټر لیکلي: "د هند تولید شوی واکسین افغانستان ته ورسېد. هند تل له خپلو ملګرو سره ولاړ دی."

کابل ته د هند له‌خوا د دغو مرسته شویو واکسینونو په رسېدو د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وویل چې په یوې اوونۍ کې به د روغتیا نړیوال سازمان تر تأییدي وروسته د دغه واکسین تطبیق پیل شي.

دا پنځه لکه دوزه واکسین د استرازینیکا د هندي څانګې له‌خوا تولید شوی او په دوو پړاوونو کې دوه‌نیم لکه افغانانو ته ورکول کېږي.

استرازینیکا د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون له‌خوا تولید شوی واکسین دی چې مؤثریت‌یې مخکې تثبیت شوی دی.

XS
SM
MD
LG