د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

د سرحدونو وزارت: پاکستان سره پر ډیورند او ایران سره پر پوله سرغړونې تثبیت شوي


د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ولس ته د دولت د حساب ورکونې ناسته
د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ولس ته د دولت د حساب ورکونې ناسته

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي له پاکستان سره پر ډیورند کرښه او له ایران سره‌یې پر سرحدي پولې، ستونزې او سرغړونې تثبیت کړې دي.

‎د دغه وزارت وزیر محب‌الله صمیم او د افغانستان د کوچیانو چارو د انسجام ریاست د چهارشنبې په ورځ ولس ته د دولت د حساب ورکونې ناسته کې د خپلو یو کلنو کارونو په اړه د معلومات ورکولو په اړه وویل چې د یادو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

‎ښاغلي صمیم په دغه ناسته کې وویل چې یادې ستونزې یې د افغان حکومت له اړوندو ادارو او چارواکو سره د حل په هدف شریکې کړې دي.

ښاغلی صمیم زیاتوي: "د ‌‌‌‌‌‌ډیورند فرضي کرښې او له نورو هېوادونو سره زموږ پر پولو په بېلابېلو ‌‌‌‌‌‌ډولونو سرغړونې شوې دي، د سرحدونو چارو وزارت د خپلې کاري تګلارې په پام کې نیولو سره دغه سرغړونې کشف او ثبت کړې دي او د لا اجراتو او مخنیوي لپاره‌یې اړوند ادارو ته استولي دي، له ایران سره پر پوله چې ۹۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، سرحدي پېلرونه نوي شوي او له څو لسیزو وروسته یو ځل بیا صفري نقطې تثبیت او په نښه شوې دي."

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر محب‌الله صمیم
د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر محب‌الله صمیم

‎ښاغلی صمیم وایي د امو سیند تخریبات هم تثبیت شوي چې په خبره‌یې هر کال له ځان سره نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران ته له بهېدو سره د افغانستان زیاته خاوره وړي، خو په خبره‌یې د صفري نقطو د ساتلو او مشخصولو لپاره‌یې پر تحکیماتو کار روان دی.

خو نوموړي ګاونډيانو سره په پوله د سرغړونو په اړه جزئيات ورنه‌کړل.

بل‌خوا ولس ته د دولت د حساب ورکونې په بهیر کې په همدې ورځ د افغانستان د کوچیانو چارو د انسجام رياست مشر حبیب‌الرحمن وویل، که څه هم د تېر په پرتله کوچیانو ته کار شوی، خو زياته‌يې کړه چې دوی هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

‎ښاغلي حبیب‌الرحمن اندېښنه وښوده چې په هېواد کې یو شمېر کړۍ د خپلو شخصي ګټو لپاره کوچیان یوازې یو قوم پورې منسوبوي چې له امله دوی له خپلو حقونو بې‌برخې شوي دي.

‎ښاغلی حبیب‌الرحمن وايي: "هېڅ‌څوک باید په دې کې غلط نه‌شي چې کوچیان ځانګړي قوم پورې وتړي، د افغانستان تاریخ ته په کتو کوچیان قوم نه، بلکې قشر دی، هر هغه څوک‌یې چې یو قوم ته منسوبوي هغه به یا د ځمکې مافیا وي یا هم د لبنیاتو او د غوښو او یا به هم په ‌‌‌‌‌‌يو ډول خپلې ګټې په خطر کې ویني چې دا موضوعات مطرح کوي، ګنې موږ په عیني ثبوت او شواهد وایو چې کوچیان قوم نه، بلکې قشر دی."

د کوچیانو د چارو د انسجام رئیس حبیب‌الرحمن
د کوچیانو د چارو د انسجام رئیس حبیب‌الرحمن

ښاغلي حبیب‌الرحمن د کوم ځانګړي کس يا کړۍ نوم وانه‌خیست، خو ویې‌ویل هغه څوک چې دې مسایلو ته لمنې وهي باید ترې لاس واخلي.

‎د کوچیانو د چارو د انسجام مشر کوچیان د افغانستان لپاره په هېواد، سیمه او نړۍ کې د ستر اقتصادي فرصت په توګه یاد کړل.

‎نوموړي په ۱۳۹۹ کال کې د ياد رياست د چارو د راپور په اړه وویل چې‎ په تېر یو کال کې تر دې دمه له پنځو زرو زیاتو کوچیانو پاسپورټونه او برېښنایي پېژند پاڼې ترلاسه کړې دي.

‎هغه په ۱۳۹۹ کال کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د ۲۰۲ ملیونو افغانیو بودجې نه د ۷۰ سلنه بودجې د مصرف وویل او لامل‌يې هم د کرونا ويروس خپرېدل ياد کړل.

ښاغلي حبيب‌الرحمن دا هم وويل چې د کوچيانو ماشومانو ته ۲۳۱ ښوونځي شته چې ۵۹ یې ودانۍ نه‌لري.

XS
SM
MD
LG